1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه د داعش پر ضد هوايي يرغلونه کوي

۱۳۹۴ شهریور ۱۶, دوشنبه

فرانسې په سوریه کې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد هوایي بریدونو اعلان کړی، څو په دغه کورنۍ جگړه ځپلي هیواد کې د دغي ډلي پر ضد مبارزه وشي. دغه اعلان د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند کړی دی.

https://p.dw.com/p/1GSHa
Irak Jets Luftschläge Französische Armee vs IS 19.09.2014
انځور: Reuters/ECPAD

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي دي چې سره له سه شنبې ورځې به په سوریه کې د اکتشافي الوتکو اولوتني پیل شي. فرانسوا اولاند په پاریس کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د دغو معلوماتو پر بنسټ به فرانسه دې ته چمتو وي چې د ترهگري ډلې «اسلامي دولت» پر ضد هوایي یرغلونه وکړي.

فرانسې یو کال دمخه د دغي ترهگري ډلي پر ضد په عراق کې دغسې هوایي بریدونه پیل کړي دي، خو په سوریه کې یې له عملیاتو څخه ډډه کړې وه. اولاند ویلي دي چې اوس زموږ هیواد ته خطر متوجه دی، ځکه نو د مبارزې موضوع مطرح ده.

د هغه په وینا له ډیر وخت راهیسې داسي شواهد شته چې له سوریې څخه په ډېرو هیوادونو کې چې فرانسه هم پکښې شامله ده، یرغلونه پلان شوي دي. خو هغه په سوریه کې د ځمکني ماموریت خبره رد کړې ده.

«اسلامي دولت» د مهاجرو د هجوم علت

په زرونو مهاجر چې اروپا ته رارسیږي، زیاتره یې د سوریې دي. په دغه هيواد کې له کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده چې د بشارالاسد رژیم پر ضد یې له پاڅون څخه سرچینه اخیستې. خو د ملکي خلکو له پاره وضعیت وروسته تر هغې لا پسې خراب شو چې افراطي ډلي «اسلامي دولت» د سوریې او عراق یو شمیر سیمي ونيولې.

د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب یو پوځي ائتلاف په سوریه او عراق کې د ترهگري ډلي « اسلامي دولت» پر ضد هوایي بمباري کوي. د فرانسې هوایي ځواک له یوه کال راهیسې په دغه ائتلاف کې گډون لري، خو هوایي یرغلونه یې یوازي په عراق کي محدو ول. تر اوسه پاریس په سوریه کې یو هوایي ماموریت رداوه.

لندن هم په سوریه کې هوایي بریدونو ته چمتووالی نیسي

بریتانیا هم چې تر اوسه یې یوازي په عراق کې په هوایي بریدونو کې ونډه درلوده، په ظاهري توگه په سوریه کې د یوه ماموریت په هکله غور کوي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د بریتانيا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون غواړي چې په اکتوبر مياشت کې د پارلمان غړي په دې هکله خپلي رایې وکاروي، څو په سوریه کې د یوه پوځي ماموریت له پاره لاره اواره شي.

د بریتانيا د اقتصاد وزیر په تیرو ورځو کې ویلي ول چې له مهاجرو سره مرسته یوازي یو جز دی او په وینا یې دغه ستونزه باید په «ریښه» کې وچه کړل شي.

امریکا متحدو ایالاتو په دې هکله اندېښنه ښوولې ده چې ښايي روسیه د اسد له رژیم سره خپل پوځي ملاتړ پیاوړی کړي. د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خپل روسي سیال سیرگي لاوروف ته په تلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې دغسې یو گام به د کړکېچ لمن نوره هم پراخه کي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب