1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه د رد سوو پناه غوښتونکو د بند موده اوږدوي

۱۳۹۶ مهر ۷, جمعه

د فرانسې حکومت غواړي د رد سوو پناه غوښتونکو د بند قوانین سخت کړي. د حکومت د یوې وړاندي سوي مسودې پراساس به تر اخراج دمخه په بند کي د هغوی د تیریدو وخت له ۴۵ ورځو څخه ۹۰ ورځو ته وغځيږي.

https://p.dw.com/p/2kwTT
Frankreich Abschiebung von Asylsuchenden
انځور: picture-alliance/NurPhoto/J. Mattia

دغه مسوده چي له فرانسې خبري آژانس سره هم پرته ده، له مخي به یې که کوم رد سوی پناه غوښتونکی له خپل اخراج سره مخالفت وکړي، نو قاضي کولای سي د هغه د بند وخت نوري ۱۵ ورځي هم اوږد کړي. په جرمني کي د اخراج دمخه د پناه غوښتونکو د بند موده یوه نیمه میاشت ده.

د ماکرون بریالیتوب مهاجرو ته څه عواقب لري؟

دغه پلان د قوانینو د اصلاحاتو هغه برخه ده چي په واسطه یې د جمهوررئيس ایمانوییل ماکرون حکومت غواړي د غیرقانوني مهاجرو د راتگ پرضد جدي عمل وکړي.

په مسوده کي همدرانگه راغلي دي چي نوئ قانون به پرهغو مهاجرو باندي هم تطبیقیږي چي تردې دمخه د اروپايي ټولني په یوه بل غړي هیواد کي راجستر سوي او بیا فرانسې ته راغلي وي.

که د پاریس حکومت د هغوی د لیږلو غوښته وکړي، نو هغوی له فرانسې څخه اخراجیدلای سي. تر اوسه پوري داسي وه چي بل غړي هیواد باید د هغه له ورلیږلو سره موافقه کړې وای.

د دوبلین تړون پراساس په پرنسیپ کي هغه هیواد د یوه مهاجر مسئولیت پرغاړه لري چي مهاجر په اول سرکي ورغلی وي.

د نوي مسودې له مخي به بیا ددې برعکس پر ځینو مشخصو پناه غوښتونکو باندي سخاوتمندانه مقررات تطبیق سي، مثلأ د هغو انسانانو له پاره چي خپلو هیوادونه ته د اخراجولو په صورت کي له جدي خطرونو سره مخامخ کیږي.

د هغو مهاجرو له پاره چي شرطي پناهدگي لري، په راتلونکي کي به په فرانسه کي ورته تر څلورو کالو پوري اقامت ورکړل سي. تراوسه پوري هغوی ته یو کال اقامت ورکول کېدی.

زموږ له ارشيف څخه: