1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه د ډکو زندانونو له امله محکومه سوه

۱۳۹۸ بهمن ۱۰, پنجشنبه

د بشري حقونو له پاره اروپايي محکمې فرانسه په زندانونو کي د ناوړه شرايطو له امله محکومه کړې او له دغه هيواد څخه يي په دې برخه کي د بڼسټيزو اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3X32c
Frankreich Sud-Francilien Gefängnis in Reau
انځور: Getty Images/AFP/T. Samson

د شتراسبورگ د محکمې قاضيانو په زندانونو کي د ناوړه شرايطو په اړه د ۳۲ بنديانو د دعوي عريضه ومنله. هغوی د ډکو زندانونو، نظافت نه مراعاتولو، خرابو روغتيايي شرايطو او په ورځو ورځو په کوچنيو پنجرو کي د ساتلو له امله شکايت کړي وو.

دغه دعوه د فرانسې د نيمز او نيتڅا، چي په دغه هيواد کي دوهم ستر زندان دی، پاريس ته نژدې فريزينس او يو شمير نورو زندانونو باندي سوې ده. 

د نوموړې محکمې د پلټنو نتيجه ښيي چي د نيمز زندان د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ کي په ۴۰۰ زندانيانو ډک وو، دا په داسي حال کي چي هغه يوازي د ۱۹۲کسانو له پاره په پام کي نيول سوی دی. قاضيانو همدارنگه د بنديانو هغه څرگندونې د منلو وړ وبللې چي ويل يي په څلورو کسانو به په يوې تنگې خوني کي چي اته تر دوولس مربع متره به يي مساحت وو، ځای پر ځای کيدل.

همدارنگه په زندان کي د موش خُرماوو، خزدکو، چټلو تشنابونو او د زندانيانو په منځ کي له زورزياتيو ډکو نښتو په اړه هم رپوټونه ورکړل سوي دي. 

د شتراسبورگ قاضيانو که څه هم د فرانسويانو هغه هڅه ستايلي چي د بيا رغولو او نوو ودانيو په جوړولو به حالت ښه کړي، خو د هغوی په خبره له ډير وخت راهيسي روان، دغه ناوړه حالت ته بايد په سيستماتيک او دوامداره توگه بدلون ورکړل سي.

همدارنگه نوموړو بنديانو ته په مجموعي ډول څه د پاسه د۵۰۰ زره يورو، جبران خسارې د ورکولو وعده هم ورکړل سوې ده.