1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د ژغورونکي ډلې څرخي الوتکه رالویدلې

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

د فرانسې په سویل کې د ژغورونکې ډلې څرخي الوتکه راغورځیدلې چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي. په وروستیو کې د فرانسې په سویل ختیځ کې سختو بارانونو او خراب موسم ګډوډي رامنځ ته کړې او یو شمیر سیمې له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/3U4Pb
Wetterchaos am Mittelmeer: Menschen sterben Brücke stürzt ein
انځور: AFP/FRENCH CIVIL DEFENCE

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې مارسي ښار ته څیرمه یوه څرخي الوتکه د شپې د ماموریت پر مهال رالویدلې ده.

زیاته شوې ده د الوتکې عمله په سیمه کې د کشف او ژغورنې پر ماموریت بوخته وه چې له هغې سره د مخابرې اړیکې پرې شوه.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په وینا د شپې پر یوه نیمه بجه د ور، ښارګوټي ته څیرمه الوتکه او د عملې درې تنه وموندل شول: «تحقیقات به د دغه غمیزې دقیق شرایط په ګوته کړي.»

د فرانسې د ملکي دفاع ادارې ویلي دي چې په دغه څرخي الوتکه کې یو پیلوټ، انجینر او د اطفائیې یو کس سپاره ول.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر، د ټویټر په یوه پیغام کې د د دغې پيښې د قربانیانو له کورنیو او همکارانو سره خپله خواخوږي څرګنده ده.

تر سختو بارانونو وروسته د فرانسې په سویل ختیځ کې ځینې سیمې اوبو لاندې کړي او د الپ د غرونو لړۍ ته څیرمه پرتې ځینې سیمې د سیلابونو له خطر سره مخامخ دي. د چارواکو په خبره د فرانسې په سویل ختیځ کې د یکشنبې په ورځ د سیلاب له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

څه د پاسه یوه اوونۍ ترمخه سختو توپانونو په ور، سیمه کې شپږ تنه وژلي وو او د اورګاډو او د موټرو د تګ راتګ یې له اختلال سره مخامخ کړی وو.

(sr/bs (AFP, dpa