1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه غواړي افغانستان ته نور عسکر وليږي

۱۳۸۷ مهر ۲, سه‌شنبه

که څه هم يوه میاشت مخکې د کابل ښار د ختيځې خوا په 50 کيلومترې کې د طالبانو د يوه ناڅاپې حملې په اثر لس تنه فرانسوې عسکر وژل شوې او 21 تنه ټپيان شوې وو ...

https://p.dw.com/p/FNHP
په پاريس کې د فرانسې پارلمان
په پاريس کې د فرانسې پارلمانانځور: Shinkansen1/Flickr

خو بيا هم فرانسويان نه يواځې دا چې غواړې د دوې عسکر د نړيوال سوله ساتونکې ځواکونو ISAfپه چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې شې. بلکې د فرانسې حکومت غواړې د هندوکش په لمنه کې پروت هيواد افغانستان ته نور عسکر هم واستوې.

دغه خبره پرون د فرانسې د حکومت مشر Francois Fillon په پاريس کې د دغه هيواد د پارلمان په يوه ځانګړې غونډه کې کړيده. د فرانسې لمړې وزير Fillon د دغه هیواد د پارلمان د وکيلانو په وړاندې وايې چې:« مونږ سل تنه نور عسکر، څرخې الوتکې او نور لازم اکمالات افغانستان ته استول غواړو.»

پرون د فرانسې په پارلمان کې وروسته له دې چې په افغانستان کې د دغه هيواد دعسکرو د خدمت په موضوع باندې خبرې شوې، د ماښام په شاو خواو کې له پارلمانه څخه د دغې مسالې په اړه د پو ښتنې په نتيجه کې 343 وکيلانو په افغانستان کې د فرانسوې عسکرو د خدمت د دوام په پلوې خپلې رايې ورکړې او 210 وکيلانوله دې کار سره مخالفت ښودلاې.

د دغه رايې ګيرې نه مخکې د فرانسې د حکومت مشرFillon په افغانستان کې د وژل شويو فرانسوې عسکرو په ياد د يوې دقيقې لپاره ټول چوپه خوله پاتې کيږې او بيا وايې چې دغه عسکر په افغانستان کې بې هدفه خپل ژوند له لاسه ندې ورکړاې. بلکې دوې زمونږ د ګډ امن د ساتنې په خدمت کې دې، په دې مانا چې د تروريزم په ضد مبارزې لپاره دوې دغې سیمې ته استول شوې.

په افغانستان کې 3300 فرانسوې عسکر ځاې په ځاې دې
په افغانستان کې 3300 فرانسوې عسکر ځاې په ځاې دېانځور: AP

د فرانسې په پارلمان کې د دغه هيواد د سوسیالست ګوند وکيلانو د کمونيستانو او د شنو ګوند سره په ګډه په افغانستان کې نه يواځې د فرانسوې عسکرو د شمير د زیاتولو، بلکې د دوې د خدمت د دوام سره هم مخالفت کړې. د فرانسې په پارلمان کې د دغه هيواد د سوسيالست ګوند مشر Jean - Marc - Ayrault وايې چې مونږ نور دا نشو زغملاې، چې فرانسه په افغانستان کې په يوه « تيرې کونکې جګړه » ونده واخلې . د فرانسې د ولسې جرګې نه وروسته د دغه هیواد د سنا جرګې هم په افغانستان کې د فرانسوې عسکرو د خدمت د دوام سره د رایو په اکثريت موافقه کړې.

په افغانستان کې 3300 فرانسوې عسکر ځاې په ځاې دې. او په افغانستان کې فرانسوي عسکر نه يواځې د نړيوال سوله ساتونکې ځواکونه ISAF په چوکاټ کې عملیات سرته رسوې، بلکې دوی د هغه آمریکايې اتلافې ځواکونه په چوکاټ کې هم ونده لرې چې Operation Enduring Freedom یا دوامدارې آزادې تر کود نامه لاندې په دغه سیمه کې د تروريزم په ضد جګړه پرمخ بیايې.

که څه هم د فرانسوې عسکرو زيات شمير په افغانستان کې دې، خو څو کوچنې ډلې يې په قرغزستان او تاجيکستان کې هم ځاې په ځاې دي.