1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: مسلمانو ښځو د لامبو پر جامو بندیز مات کړی

۱۳۹۸ تیر ۴, سه‌شنبه

د فرانسې په گرونوبل ښار کې مسلمانو میرمنو د لامبو په عامه حوضونو کې پر بورکیني له بندیز څخه سرغړونه کړې. دې کار ښي اړخي سخت پارولي دي. د ښي اړخه گوند مشري له پين ويلي دي چې د لامبو دغه جامې په «فرانسه کې هېڅ ځای» نه لري.

https://p.dw.com/p/3L2SL
Burkini
انځور: picture-alliance/dpa

د هوا په گرميدو سره په فرانسه کې د لامبو پر هغو جامو چي ټول بدن پکښې پټ وي او دوی يې بورکيني بولي، د بندیز په تړاو بحثونه هم يو وار بيا تاوده شوي دي.

يوه ډله مسلمانو ښځو د شنبې او يکشنبې په ورځو د لامبو په عامه ځایونو کې د »بورکيني« په اغوستلو سره د فرانسې په جنوب ختیځ ښار کې گرونوبل کې له لگېدلي دغه بندیز څخه سرغړونه کړې ده.

د فرانسې په ځينو سيمو کې څه موده وړاندې د بورکيني په نوم د بورقې په شان د لامبو جامې بندي شوي دي. دغه جامې ټول بدن پټوي او هغه محافظه کارې مسلمانې ښځې یې اغوندي چې د لامبو پر وخت غواړي خپل بدن پټ وساتي.

په گرونوبل ښار کې دغه ښځې چې د لامبو دغه ځانگړې جامې يې اغوستې وې، هره يوه یې ۳۵ يورو جريمه شوې ده.

د ژان برون په نوم دغه حوض د فرانسې يو له هغو عامه حوضونو څخه دی چې پر بورکيني یې بندیز لگولی دی. خو يو شمير مسلمانو ميرمنو د يوه منظم احتجاج په ترڅ کې له دغه بندیز څخه سرغړونه وکړه.

د گرونوبل ښار د اوسيدونکو د ائتلاف په نامه ډلې تيره مياشت د «بورکيني عملیات» دغه غورځنگ رامنځته کړ، څو د مسلمانو ښځو له حقونو څخه دفاع وکړای شي.

دغه ښځې غوښتنه کوي چې عامه حوضونه چې د ښځو له پاره د بيکيني او نارينه وو له پاره د نيکر د اغوستو مقررات لري، بايد خپلو دغو مقرراتو ته تغير ورکړي او مسلمانو ښځو ته د بورکيني يا ټول بدن پټوونکو جامو اغوستلو اجازه ورکړي.

ماري له پين: «بورکيني په فرانسه کې ځای نه لري»

د فرانسې د ملي جبهې په نوم د ښي اړخه گوند مشري ماري له پين پر فعالانو نيوکې کړي او له سيمه ایزو چارواکو څخه یې د سختو اقداماتوغوښتنه کړې ده. نوموړي د دوشنبې په ورځ د تويتر له لارې ويلي: «اوس وخت را رسېدلی چې په لوړ غږ او واضح توگه وويل شي چې د بورکيني له پاره په فرانسه کې هېڅ ځای نه شته.»

Interview mit einer Burkini Designer
د فرانسې په ځينو سيمو کې څه موده وړاندې د بورکيني په نوم د لامبو جامې بندي شوي دي.انځور: Privat

د پاريس د سيمې د منځني ښي اړخه گوند مشرې والري پيکريز هم د لامبو د دغه جامو د عام کېدو په اړه انديښنه څرگنده کړې ده. هغې له «راډیو کلاسيک» سره په خبرو کې وويل: «که موږ چېرې بورکيني ومنله نو په يو څو کلونو کې به د فقير ميشته سيمو ټولې نجونې د اخلاقي دلايلو او يا هم د خپل حيثيت ساتنې په موخه په همدغه جامو کې د لامبو حوضونو ته ورځي.»

خو دوې ښځې چې په دې احتجاج کې یې برخه اخيستې ده، بيخې بل نظر لري. له بي بي سي سره په خبرو کې د حسيبې او لطيفې په نوم دغه ښځو وويل چې ټول بايد يو ډول حقونه ولري. هغوی وويل چې دوی هم غواړي چې په عامه حوضونو کې د نورو اتباعو په څېر ښې شيبې ولري او هر کله چې و غواړي له خپلو ماشومانو سره دغه حوضونو ته ورشي ځکه اوس دلته په گرونوبل کې هم هوا ډېره گرمه ده.

هغوی زياته کړه: «موږ بايد په فرانسه کې د تبعيض اوتعصب د تگلارو پر ضد مبارزه وکړو ځکه موږ په اصل کې عامه خدماتو او په ښار کې له موجودو نورو آسانتياو څخه د استعفادې د خپل مدني حق څخه بې برخې شوي يو.»

د ښاريانو ائتلاف د فيسبوک له لارې ويلي چې نوي اقدامات یې د هغه غورځنگ برخه ده چې کابو يو کال مخکې یې د ۶۰۰ مسلمانانو ښځو له خوا د یوه غوښتنليک په امضاء کولو سره پېل کړی وو. هغوی د گرونوبل له ښاروال څخه غوښتنه کړې ده چې د لامبو د عامه ځایونو مقررات دې بدل کړي.

bs/nz (John Silk)

زموږ له آرشيف څخه: