1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: ناپیژندل شوي کس درې کسان ووژل

۱۳۹۰ اسفند ۲۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14Mg9

د فرانسي د تولوز د ښار چارواکي وایي چې د یهودانو یوه ښوونځي ته نزدي ډزي شوي دي چې په پایله کې ئې د دوه ماشومانو په گډون درې کسان وژل شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې هغه کس چې د دغه ښوونځي مخکي ئې ډزي کړي دي له سیمي څخه په تیښته بریالی شوی دئ. دا په داسي حال کې ده چې د پنج شنبې په ورځ هم په فرانسې کې پر دوه کسانو ډزي شوې وې چې په پایله کې ئې هغوی ټپیان شوي ول. په همدي حال کې څلور ورځي مخکي د تولوز په ښار کې یو فرانسوي سرتیری وژل شوی هم وو.

په دواړو پېښو کې په موټر سایکل سپرو کسانو پر قربانیانو ډزي کړي دي. چارواکي وایي چې کیدای شي دغه پېښي له یو بل سره تړلي وي.

تر اوسه پوري د بریدونو لامل او یا هم د بریدونو تر سره کوونکي نه دې پیژندل شوي.

رویترز، فرانس پرس، د المان خبري آژانس/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض