1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه پارلمان کې د قدرت پر وېش رايه ورکوي

۱۳۹۶ خرداد ۲۸, یکشنبه

فرانسويان نن په پارلمان کې د قدرت د وېش په هکله تصميم نيسي. د مکرون ګوند ډېر مخکې دی او له انتخاباتي سيستم څخه ګټه اخلي، سره له دې چې غواړي تغيير هم پکې راولي، ځکه چې د دې ژمنه يې کړې وه.

https://p.dw.com/p/2estL
Frankreich Wahlen Stimmabgabe Macron
انځور: Reuters/C.Archambault

د فرانسې د پارلماني انتخاباتو تعيينونکی دويم پړاو ښايي د فرانسې د نوي ولسمشر امانويل مکرون موقف لا پياوړی کړي. يوه اوونۍ مخکې د ده ګوند «لا رېپوبليک ان مارش» ۳۲ سلنه رايې ګټلې وې. د نظرپوښتنو له مخې ښايي هغه حد اکثر څه باندې ۸۰ فيصده چوکۍ په پارلمان کې لاس ته وروړي.

انتخاباتي حوزې د سهار له خوا پرانيستل شوې دي. په تېرو څو لسيزو کې په هيڅ جمهور رئيس پورې مربوط کوم ګوند دغومره قدرت نه دی لرلی لکه د مکرون ګوند چې يې ښايي تر لاسه کړي. بر عکس بيا ښي اړخي عوام پال د فرون ناسيونال ګوند د انتخاباتو په اول پړاو کې ۱۳ فيصده رايې وړې وې. د اټکلونو له مخې به دغه ګوند په پای کې يوازې تر شپږو پورې چوکۍ ولري.

ولې همداسې ده؟

د انتخاباتو د اول او دويم پړاو تر منځ د ژورو توپيرونو علت په فرانسه کې د اکثريت د رايو په سيستم پورې اړه لري. له ۵۷۷ انتخاباتي ناحيو څخه په هر يوه کې يوازې يو کانديد پارلمان يعنې ولسي جرګې ته لاره پيدا کوي. هغه څوک چې د انتخاباتو په اول پړاو کې لږ تر لږه ۵۰ سلنه رايې خپلوي، سمدلاسه پارلمان ته لاره پيدا کوي.

خو يوازې په هغه صورت کې چې په اړونده ناحيه کې د مستحقو کسانو څه باندې ۲۵ فيصده رايې هم وي. دا په دې معنی ده چې په انتخاباتو کې د خلکو ونډه هم يو بل مهم فکتور دی چې بايد په نظر کې ونيول شي. د تېرې اوونۍ په انتخاباتو کې د پارلمان يوازې څلور چوکۍ په همدې ډول ووېشل شوې. په دويم پړاو کې بيا ټول هغه کانديدان برخه اخلي چې لږ تر لږه دولس نيم سلنه رايې يې اخيستې وي. دا ځل هغه کانديد ګټونکی وي چې تر ټولو زياتې رايې لاس ته وروړې وي.

حاکم انتخاباتي سيستم سترو ګوندونو ته لاره هواروي

د وړو ګوندونو کانديدان په دغه سيستم کې يوازې له نورو سره د ائيتلاف جوړولو د لارې چانس لري يا دا چې په خپلو سيمو کې ډېر شهرت او محبوبيت ولري. فرانسوی قانونپوه، دومينيک روسو وايي چې د اکثريت رايو په سيستم سره «واقعيي وضعيت خورا بل ډول ښودل کيږي». د ده په اند داسې ايسي لکه تقريبا ټولو فرانسويانو چې د مکرون ګوند ته رايه ورکړې وي. په تناسبي انتخاباتي سيستم کې بيا د رايه ورکوونکي رايه بهتره انعکاس پيدا کوي.

د تناسبي انتخاباتي سيستم له مخې د مکرون د ګوند له پاره په اول پړاو کې تر لاسه شوي ۳۲ فيصده رايې له ۲۰۰ څخه د کمو چوکيو د تر لاسه کولو په معنی دي، چې د اوس اټکل شوي مطلق اکثريت څخه البته ډېر فرق لري. د اټکل له مخې به د مکرون ګوند لږ تر لږه ۲۸۹ چوکۍ وګټي. خو داسې ښايي چې دغه ګوند به حتی ۴۴۰ تر ۴۷۰ پورې چوکۍ تر لاسه کړي. کوچني ګوندونه له ډېر وخت راهيسې اصلاحات غواړي.

خو پخوانو رئيس جمهورانو دغه ژمنه نه ده پوره کړې. مکرون اوس غواړي چې پارلمان يو په درې راکوچنی کړي او په پارلماني ټاکنو کې يو څه د تناسبي سيستم عناصر هم پلي کړي. خو اوسمهال داسې ايسي چې مکرون خپله، له اوسني حاکم انتخاباتي سيستم څخه تر ټولو زياته کټه پورته کوي چې ښايي ډېر ستر او مطلق اکثريت به لاس ته وروړي.