1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: په یوې لارۍ کي ۳۰ پاکستانیان موندل سوي

۱۳۹۸ آبان ۱۴, سه‌شنبه

د فرانسې په جنوب کي د عادي ترافیکي کنترول پر مهال تر ۳۰ ډیر پاکستانیان په یوې لارۍ کې موندل سوي. د امنیتي چارواکو په حواله د لارۍ پاکستاني چلونکی هم نیول سوی دی.

https://p.dw.com/p/3STQW
Flüchtling aus Afghanistan fährt 500 Kilometer unter LKW mit
انځور: picture-alliance/dpa/Poliziadistato.tv

د نیسا لوی څارنوالۍ د تیري شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتي دویمه نیټه) خبر ورکړ چي دغه پاکستانیان د لاتوربي د یوه سړک په کنترولیدونکې پوسته کي د ایټالیا له سرحد سره نژدې کشف سوي دي.

دغه  پاکستانیان چي په منځ کي یې درې تنکي ځوانان هم شامل وو، ایټالوي چارواکو ته سپارل سوی دي. د لوی څارنوالۍ په حواله اوس باید پلټونکي دا وڅیړي چي ایا د دغي پیښې تر شا خو به د قاچاق وړونکو یوه شبکه لاس نه لري. که داسي نه وي، بیا به نو د لارۍ چلونکئ ژر محکمې ته معرفي کیږي او د غیرقانوني مهاجرو له راتگ سره د مرستې په تور ورباندي دعوا کیږي.

همدا لږ وخت مخکي اروپا ته په یوې لارۍ کي غیر قانوني سفر د ډیرو کسانو په مرگ تمام سو. داسي چي د اکتوبر میاشتي  پر ۲۳مه نیټه د لندن د شرق په یوه صنعتي منطقه کي د ۳۱ نارینه وو او اتو ښځو جسدونه په یوې لارۍ کي پیدا سول.

qn/ms (afp)