1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: ښایي تر ټاکلې مودې دمخه د ځواکونو د راایستلو لړۍ پيل شي

۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16U0R

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې له افغانستان څخه به د جنگي ځواکونو را ایستل تر ټاکل شوي مودې لږ د مخه تر سره شي او ښایي دغه لړۍ د روان کال د ډسمبر د میاشتې تر پایه تر سره شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر چې تیره ورځ ئې کابل ته سفر کړی وو د فرانسې د BFM نومي تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې هر څه په سمه توگه پر مخ روان دي او حتی دوی فکر کوي چې د پوځونو را ایستل به له ټاکل شوي مودې دمخه تر سره شي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده:

«موږ ویلي ول چې دا کار به د ۲۰۱۲م کال د دسمبر د میاشتې تر پایه پوري تر سره شي، خو زه فکر کوم چې اوس به دغه کار تر هغه لږ څه دمخه پای ومومي.» د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا یو شمیر فرانسوي سرتیري به د تجهیزاتو د بیرته رالیږلو او د افغان پوځ د روزنې له پاره په افغانستان کې پاتې شي.