1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه ۱۰ زره مهاجرو ته د قانوني ورتګ زمينه برابروي

۱۳۹۶ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د فرانسې ولسمشر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسار سره د لیدنې پر مهال ویلي چې هیواد یې په پام کې لري په دوو کلونو کې تر اروپایې اتحادیې دباندې هیوادونو لسو زرو مهاجرو ته په قانوني توګه د ورتګ اجازه ورکړي.

https://p.dw.com/p/2lYNO
Frankreich Flüchtlinge in Paris
انځور: picture-alliance/dpa/E. Laurent

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیسار فیلیپو ګراندي سره د الیزې په ماڼۍ کې د لیدنې کتنې پر مهال وویل چې هیواد یې په پام کې لري چې له ترکیې، لیبنان، اردن، نیجر او چاد هیوادونو  څخه۱۰ زره مهاجرو ومني.

البته دا به د بحراني هیوادونو مهاجر وي چې پورته ذکر شویو هیوادونو ته راغلي دي او د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان په همکارۍ به فرانسې ته د راتګ اجازه ترلاسه کړي.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرارد کولومب ویلي دي چې دغه مهاجر باید د ۲۰۱۹ م کال تر اکتوبر میاشتې پورې ومنل شي. په دې اساس فرانسه د مهاجرو په اړه هغه موافقتنامه عملي کوي چې په پاريس کې د مهاجرت په کنفرانس کې پرې موافقه شوې وه.

د اګست میاشتې په پای کې په دغه غونډه کې فرانسې او د اروپایې اتحادیې نورو غړو هیوادونو موافقه وکړه چې افریقایې مهاجرو ته به د اروپا پر لور نوې او قانوني لاره خلاصوي او په بدل کې به یې د مدیترانې له لارې اروپا ته د غیر قانوني مهاجرت مخه نیسي.

اروپایې کمیسیون د سپټمبر میاشتې په پای کې وړاندیز وکړ چې په راتلونکو دوو کلونو کې دي لږ تر لږه ۵۰ زره مهاجر له دریمو هیوادونو څخه «د مهاجرو د دوباره میشت کولو پروګرام» په چوکاټ کې اروپا ته راوستل شي. اوس فرانسې دغه هدف ته د نږدې کیدو په برخه کې لومړی ګام اخيستی دی.

په چاد او نیجر کې د مهاجرو مرکزونه

فرانسه غواړي په راتلونکو اونیو کې په نیجر او چاد افریقایې هیوادونو کې هم هلته پناغوښتونکي ثبت او د پناهندګۍ غوښتنلیکونه یې و ارزوي.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر کولومب په خبره له ټاکل شویو لسو زرو مهاجرو څخه باید ۳۰۰۰ یې په دغو دواړو هیوادونو کې انتخاب شي. د «اوفیرا» په نوم د فرانسې د مهاجرو چارو اداره او د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره (UNHCR) به په ګډه د دې بهیر د پر مخ بیولو له پاره کار وکړي.

د فرانسې ولسمشر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له کمیسار سره د ملاقات په ترڅ کې وویل چې د اقتصادي مهاجرو د هجوم د مخنیوي په سبب باید هغو کسانو ته چې غواړي خپل هیواد پریږدي او اورپا ته راشي، خو د پناهندګۍ چانس نه لري، د وضعیت په اړه بهتر معلومات ورکړل شي.

 

زموږ له ارشيف څخه: