1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوي ځواکونه د تيم بوکتو ښار ته ور نژدې سوي دي

۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17Sk6

د مالي هیواد په شمال کې د اسلامپالو د پوخ سنگر «شگائو» ترنیولو وروسته فرانسوي او مالي ځواکونه، تاریخي ښار تیم بوکتو ته نزدي شوي دي. په پاریس کې د دغه هیواد د دفاع وزرات ویلي دي چې له ځمکنیو پوځونو سره د فرانسې هوایي ځواکونو مرسته کړې ده. د پوځ یوه تن ویاند ویلي دي چې د دواړو هیوادونو پوځيانو د تیم بوکټو ښار ته نزدې دي او دغه سیمه کنترولوي. نوموړي ویاند د الجزایر پولې ته څیرمه د کیدال په سیمه کې د انصارالدین په نوم د اسلامپالې ډلې د یوه قوماندان د کور د بمباري کولو خبره رد کړې ده. هغه زیاته کړې ده چې په کیدال کې بمباري نه ده شوې. د ایتوپیا په پلازمینه ادیسه آبابا کې د افریقايي ټولنې سرمشریزه غونډه کې د دولتونو او حکومتونو استازو په مالي کې د فرانسې د پوځي عملیاتو هر کلی کړی دی. د ایتوپیا صدراعظم هایله مریم دېسالیگن د دغه لويي وچې د هغو هیوادونو څخه د پوځي قطعاتو د ژر لیږلو غوښتنه کړې، چې د «افیسما» په نوم د مالي په پوځي ماموریت کې یې د پوځونو د لیږلو ژمنه کړې وه.