1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوي ژورنالیستان تر اوږده بند وروسته خوشي شول

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

دوه فرانسوي ژورنالیستان چي 18 میاشتیي يي د طالبانو په بند کي تیري کړي نن «پنج شنبه» د آزادیدو وروسته بیرته خپل کورنو ته ستانه شول. فرانسوي چارواکي وایي چي د دوي د خوشي کیدو په بدل کي يي طالبانو ته پیسي نه دي ورکړي

https://p.dw.com/p/11mGG
د آزاد شویو ژورنالیستانو خپلوان
د آزاد شویو ژورنالیستانو خپلوانانځور: picture alliance / dpa

کمره مین سټیفان ټاپوني او خبریال هیروي ګسکیغ د فرانسی د دولتی «چینل ۳» کارکونکي ول. دوي د افغانستان په کاپیسا ولایت کي د 2009 کال د نومبر په میاشتي کي برمته کړای شوي ول.

په کابل کي د فرانسي د سفارت چارواکو په حواله دغه دو ژورنالیستان نن «پنجشنبه» د پاریس څخه بیرون د ویاکوبلي په هوایي اډي کي د خپلو کورنیو سره بیرته یو ځایي شوي دي.

دغو چارواکو زیاته کړي چی په حیرانوونکي توګه دواړه ژورنالیستان په جسماني او ذهني توګه روغ او جوړ دي.

د ګسیکغ او ټاپوني خپلوانو مخکي له دي چي دوي دواړه فرانسي ته ورسیږي ویلي ؤ چی دوي به له دغو دواړو ژورنالیستانو څخه هرکلی وکړي او دا چي د هغوي په خوشی کیدو ډیر خوشحاله دي.

تر دي وړاندي د فرانسی لمړي وزیر ویلي ؤ چی د بنده خلاص شوي کسان د تګاب په پوځی اډي کي د فرانسوي ځواکونو سره دي. فرانسه په افغانستان کي شاوخوا څلور زره سرتیري لري چي د طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د فرانسي د ولسمشر د دفتر له خوا په خپري شوي خبرپاڼي کي راغلي چي ولسمشر د خپلو دوو هیوادوالو او همداراز د هغوي د ترجمان په راخوشي کیدو خوشحاله دی.

د دغه دواړو ژورنالیستانو د نیولو پړه طالبانو په غاړه اخیستی ؤ او دوي یي په جاسوسي تورن کړي ول.

دافغان ولسمشر حامد کرزي ویاند، سیمک هیروی، د فرانسي ملت او دواړو خوشی شویو ژورنالیستانو ته مبارکي ورکړي او ویلي یي دی چی دا يوه ډیره لویه لاسه ته راوړنه ده.

د روان کال د جنوري په میاشتي کي د القاعدي د ډلي مشر، اسامه بن لادن، په یوه صوتي پیغام کي فرانسي ته ګواښ کړي ؤ چي دغه دواړه ژورنالیستان به په هغه وخت خوشي شي چي فرانسوي ځواکونه د افغانستان څخه ووزي.

تر اوسه پوره لا دا خبره معلوه نه ده چي دغه دواړه ژورنالیستان د کومو هڅو په پایلي کي راخوشي شوي دي.

د فرانسی د بهرنیو چارو وزیر په دي ټینګار کوي چي دوي د کومو پیسو په بدل کي نه دي راخوشي شوي. هغه ویلی چي افغان ولسمشر پاریس ته په خوندي توګه د دغو ژورنالیستانو راستنولو کي مرسته کړي ده.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش