1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسي په افغانستان کي خپل عملیات په مؤقتي توګه ودرول

۱۳۹۰ دی ۳۰, جمعه

د فرانسي ولسمشر، نیکولا سرکوزي، د جمعې په ورځ وویل چي کیداي شي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو بهیر ګړندی کړي. هغه دا خبره له هغه وروسته وکړه چي په افغانستان کي ئې شل سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښتله.

https://p.dw.com/p/13n2v
ایساف پیښه منلي خو د وژل شوو سرتیرو هویت يي نه دي بربند کړی
ایساف پیښه منلي خو د وژل شوو سرتیرو هویت يي نه دي بربند کړیانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان په کاپیسا ولایت کي نن د ملي اردو یو سرتیري پر فرانسوي ځواکونو ډزي وکړي او د څلورو تنو د وژلو سربیره ئې ډیر شمیر نور فرانسوي سرتيري ټپیان کړل.

له دې پیښي وروسته د فرانسي ولسمشر، نیکولا سرکوزي، وویل چي کیدای شي فرانسوي سرتیري ژر له افغانستان څخه ووځي. هغه زیاته کړه: «فرانسوي سرتیري افغانستان ته د دې له پاره نه دي تللي چي افغان ځواکونه ورباندي ډزي وکړي.» هغه زیاته کړه: «که امنيتي شرایط سم نه شي نو له افغانستان څخه د فرانسوي سرتیرو د مخکي له وخته وتلو پوښتنه به رامنځ ته شي.»

که څه هم تر دې وړاندي یو افغان چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط په پیښه کي د ټپي شوو کسانو شمیر ۱۶ تنه ښودلي وو، خو د فرانسي د دفاع وزیر ویلي دي چي په پیښه کي یوازي اته فرانسوي سرتیري ټپیان شوي دي چي د یو تن روغتیایي وضعیت ئې ښه نه دی.

د فرانسي د دفاع وزیر ویلي دي چي وروستۍ پیښه د منلو وړ نه ده. هغه زیاته کړې ده چي په افغانستان کي به د فرانسوي سرتیرو د عملیاتو په اړه د سه شنبې تر ورځي پوري څيړني وکړي او سرکوزي ته به له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د مخکي له وخته راوتلو په اړه خپل نظرونه ورکړي.

هغه همداراز خبر ورکړ چي اوس په افغانستان کي د فرانسوي سرتیرو ټول روزنیز او جنګي عملیات په ټپه دریدلي دي.

ناوړه اغیزي

د افغانستان د هوایي قواوو پخوانی قوماندان، جنرال عتیق الله امرخیل، وایي چي د پیښي په وړاندي د فرانسي غبرګون د دغه هیواد او د افغان امنیتي ځواکونو په ضرر دﺉ.

دا پیښه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي ولسمشر کرزی په نژدي راتلونکي کي فرانسي ته سفر کوي. د رپورټونو له مخي به ولسمشر کزری د دغه سفر په ترڅ کي له فرانسي سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي.

امرخیل وایي چي دغه برید د افغانستان د دښمنانو کار دﺉ چي د افغانستان او فرانسي تر منځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکیدو په وړاندي خنډ رامنځ ته کړي.

پیښه څرنګه رامنځ ته شوه

یو امنیتي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «یو کس چي د افغان ملي اردو یونیفرم ئې اغوستی وو پر فرانسوي سرتیرو ډزي وکړي. په دغه پیښه کي څلور فرانسوي سرتیري ووژل شول او ۱۶ تنه نور ټپیان شول. پیښه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کي رامنځ ته شوې ده.»

د دغه چارواکي په خبره برید کوونکی عبدالصبور نومیږي چي د ائتلافي ځواکونو له خوا نیول شوی دﺉ.

د فرانسي خبري آژانس په خبره اوس په کاپیسا ولایت کي فرانسوي سرتیرو خپله اډه د افغان امنیتي ځواکونو پر مخ تړلي ده. دا لومړی ځل نه دﺉ چي یو افغان سرتیری پر بهرنیو ځواکونو ډزي کوي او هغوی وژني.

تیره میاشت د کاپیسا په ولایت کي دوه فرانسوي سرتيري د عملیاتو پر مهال د یو کس له خوا چي د افغان امنيتي ځواکونو یونیفورم ئې اغوستی وو، ووژل شول.

طالبانو هغه وخت د برید پړه پر غاړه اخیستي وه. د وروستيو څلورو سرتیرو له وژل کیدو سره اوس په افغانستان کي د وژل شوو فرانسوي سرتیرو شمیر ۸۲ تنو ته لوړ شو.

تیر کال په افغانستان کي د فرانسوي سرتیرو له پاره تر ټولو خونړی کال وو. یواز‎ي په دغه کال کي ۲۶ فرانسوي سرتیرو په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

فرانسه په افغانستان کي ۳۶۰۰ سرتیري لري چي اکثریت ئې په کابل او کاپیسا کي میشت دي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس، د آلمان خبري آژانس، د آلمان غږ د افغانستان څانګه)
کتونکی: عبدالباري حکیم