1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې ته د القاعدې نوې گواښ

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۰, شنبه

په فرانسه کې د برمته نیونې د خونړۍ پیښې تر ختمېدو وروسته، د القاعدې ترهگرې شبکې په انټرنیټ کې یوه ویډیو خپره کړې ده. په دغه ویډیو کې هغوی په فرانسه کې د نورو بریدونو گواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1EIGp
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

په عربي نیمه ټاپو کې د القاعدې شبکې فرانسه پر نوو بریدونو گواښلې ده. دغې شبکې یوه ویډیو په انټرنیټ کې خپره کړې ده. دغه ویډیو په پاریس کې د برمته نیونې د خونړۍ پیښې تر ختمیدو وروسته خپره شوې ده. په دغه ویډیويي پیغام کې شیخ حارث نادري، چې د القاعدې د یمنۍ څانگې مشر بلل دغه گواښنه کړې ده او د فرانسې د پیښې له عاملینو څخه یې دفاع کړې ده.


د القاعدې شبکې تندلارې ډله په نورو سربیره له یمن هیواد څخه چې له بې ثباتۍ سره مخامخ دی د یوه پټنځای او خپلو لیکو ته د کسانو د راجذبولو د ځای په توگه استفاده کوي. د امریکا متحده ایالاتو د رسنیو د رپوټونو له مخې په پاریس کې پر طنزي مجلې «چارلي ابدو» باندې د برید کوونکو له شکمنو عامیلنو څخه یې یوه تن په یمن کې د ترهگرۍ روزونه تر سره کړې وه.

«د ملت له پاره تراژیدي»

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په پاریس کې د برمته نیونې د دواړو خونړیو پیښو تر ختمیدو وروسته خپل ولس ته وینا وکړه. په دغه وینا کې هغه هڅه وکړه چې ولس ته دا خبره په ډاگه کړي چې د تندلارو اسلامپالو گواښ لا هم له منځه نه دی تللی. هغه په خپله وینا کې د برمته نیونې غبرگې پیښې «د خپل ملت له پاره د تراژیدۍ په توگه» عنوان کړې. په عین وخت کې هغه فرانسویانو ته خواست وکړ چې د نه زغم، پر وړاندې مبارزه کې یووالي وښيي او د دیموکراسۍ او آزادۍ له پاره لا زیاتې هڅې وکړي. اولاند پر ولس باندې د یکشنبې د ورځې په لاریونونو کې د برخې اخیستو غږ وکړ.

په عین وخت کې فرانسوي محقیقین د درو وژل شویو تندلارو اسلامپالو تر شا د ممکنه لاس لرونکو کسانو په لټه کې دي. د جمعې په ماښام د فرانسې لوی څارنوال په پاریس کې وویل چې پنځه تنه د پولیسو په توقیف کي دي. د هغه په وینا د یهودانو په پلورنځای کې د برمته نیونکي ملگرې لا تر اوسه نه ده نیول شوې. زیاته شوې ده چې څیړونکي په دې لټه کې دي چې د بریدو کوونکو وسلې له کوم ځای سره تړاو لري او په دې هکله هم څیړنې کوي لکه څرنگه چې برید کوونکو یې ادعا کړې وه چې دغه دستور یې له کوم بهرني هیواد څخه تر لاسه کړی یا له یمن څخه.

د یرغمل نیونې دواړه پیښې پای ته ورسیدې

شا او خوا د ۵۳ ساعتونو د بیړني حالت وروسته، فرانسوي ځانگړي قطعات چې په درنو وسلو سنبال وو د یرغمل نیونې دواړې پیښې ختمې او درې سره وسله وال چې په ټوله کې یې ۱۷ تنه وژلي وو، ووژل. ځانگړې قطعاتو دواړه ورونه شریف او سعید چې د «چارلي ابدو» د مجلې پر دفتر د برید اصلي شکمن کسان وو، ووژل. د دغه مجلې پر دفتر د چهارشنبې په ورځ په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي وو. د فرانسې د پولیسو د معلوماتو له مخې دغه دواړو ورونه په یوه چاپخانه کې د جمعې په ورځ د ماسپښین وروسته ووژل شول.

تر دې وروسته پولیسو د پاریس په ختیځ کې د یهودانو پر مارکیټ باندې هجوم وروړ او یرغمل نیونکی یې وواژه. دغه برید کوونکي ماسپيښین مهال په دغه مارکیټ کې ډیر شمیر کسان یرغمل نیولي وو. د عیني شاهدانو او څارنوال د معلوماتو له مخې دغه برید کوونکي پلورنځي ته تر ننوتلو سملاسي وروسته څلور تنه وژلي وو. د پولیسو معلوماتو له مخې برید کوونکي له ځانه سره ډیرې مرمۍ او چاودیدونکي توکي درلودل. دغه کس د پنجشنبې په ورځ د پاریس په سویل کې یوه پولیسه وژلې وه.