1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې خپل وروستي عسکر له افغانستانه وايستل

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۰, چهارشنبه

فرانسې په افغانستان کي تر ۱۳ کلن حضور وروسته خپل وروستي عسکر هم له دغه هيواد وايستل. ۱۵۰ تنو فرانسوي عسکرو د کابل د هوايي ډگر په شاوخوا کي د افغان لښکر کوماندو، اور وژني او هوايي ترافيک د کنترول له پاره افغانان روزل.

https://p.dw.com/p/1EDdB
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د دغه هیواد د «پامير» په نوم پوځي ماموريت ۱۵۰ تنو عسکرو نن چهارشنبې (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۳۱مه) په رسمي توگه خپل ماموریت پای ته ورساوه. د فرانسوي عسکرو دغه دنده به اوس د ترکيې هيواد پر مخ بيايي.

فرانسې افغانستان ته له افراطيانو سره په مبارزه کي د ايساف ځواک ماموريت له پيل راهيسي نژدې ۷۰۰۰۰ عسکر لېږلي ول. په دغه ماموريت کي له ۲۰۰۱م کال راهيسي ۸۹ فرانسوي عسکر ووژل سول او ۷۰۰ نور ټپيان سول.

فرانسې په افغانستان کي خپل جنگي ماموريت په ۲۰۱۲م کال کي لا ختم کړی وو. په ټوله ييزه توگه نن چهارشنبه په افغانستان کي د ايساف ځواک ۱۳ کلن پوځي ماموريت پای ته ورسېد.

خو د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نېټي څخه په افغانستان کي د «پريکړنده ملاتړ» په نوم د افغان امنیتي ځواک د روزني او سلا مشورو نوی ماموريت پيليږي او نزدې ۱۳۰۰۰ دباندني عسکر به په افغانستان کي پاته سي.

په دغه ماموريت کي چي جنگي نه دی د لسو زورو امريکايي او ۸۵۰ آلماني عسکرو تر څنگ د نزدې شلو نورو هيوادونو عسکر هم ونډه ولري. فرانسه به په دغه ماموريت کي نه وي.

خو د دغه ماموريت عسکر له وسله والو طالبانو سره په جگړه کي افغان امنيتي ځواک ته سلا مشورې ورکوي، او که پخپله دوی يعني دباندنيو عسکرو ته پټکه متوجه وي، له خپل ځانه به دفاع کوي او که ئې پر متحدينو باندي يرغل وسي دوی به هم اقدام کوي.

د امنيتي پيښو ډېرښت

په افغانستان کي په داسي حال کي د وسله والو طالبانو يرغلونو زور اخيستی دی چي د ايساف ځواکونو جنگي ماموريت پای ته ورسېد.

د روزگان ولايت چارواکو ويلي دي چي د دغه ولايت په دهراود ولسوالۍ کي يوه پوليس پر خپلو ملگرو باندي يرغل کړی دئ، درې تنه ئې وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي. دغه پوليس بيا په تېښته بريالی سوی دی.

د طالبانو یوه وياند قاري يوسف احمدي په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي چي دا د دوی ارتباطي عسکر وو او تر قتل وروسته دوی ته ور رسېدلی دئ.

بلې خوا بيا د ننگرهار ولايت به بتي کوټ کي وسله والو کسانو يو پوليس او دوه تنه عام وگړي ويشتلي او وژلي دي. د دغي سيمي د پوليسو وياند حسين مشريقيوال، ويلي دي: «وسله والو کسانو هغه مهال پر پوليسو باندي فيرونه وکړل چي د دوی د سپارليو موټر ته ئې د درولو اشاره وکړه.» مشريقيوال زياته کړې ده چي دغه موټر د چاودېدونکو موادو ډک وو.

يوه بل چارواکي بيا ويلي دي چي په دغه پيښه کي ۷ کسان نور ټپيان سوي هم دي. د دغي پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې.

په غزني کي بيا په يوه چاودنه کي دوه تنه ملکي کسان ټپيان سوي دي.