1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې د رواندا د ولس وژنې په تړاو اسناد خپاره کړل

احمدولي اڅکزی / فيليف ساندر۱۳۹۴ فروردین ۲۲, شنبه

په روانډا کي ناقرارۍ د ۱۹۹۴کال په اپريل کي پېل سوې او د تقريبا ۱۰۰ ورځو په جريان کي يې د نيم او يو مليون تر منځ انسانان قربانيان سول. رواندا فرانسه په دغو ناقراريو کي په لاس درلودلو تورنوي.

https://p.dw.com/p/1F6F4
انځور: picture-alliance/dpa
۲۱ کاله تر مخه په روانډا کي د هوټو ټبر چي په دغه هيواد کي لوی اکثريت دی، د توتسي ټبر د ۵۰۰ زرو او يو مليون پوري انسانان ووژل. دغه ولس وژنه د دې سبب سوه چي پر ملګرو ملتونو چي هلته يې د سوله ساتنې ماموريت پر مخ بيوی او دخيل نور هيوادونه لکه متحده ايالات، بريتانيه او بليجيم تر تنقيد لاندي راسي، چي ولي يې د دغه ولس وژني د مخنيوي له پاره په کافي اندازه اقدامات ونه کړل. خو فرانسه هغه هيواد دی چي ورباندي حتی په دغه ولس وژنه کي د لاس درلودلو تور لګول کيږي.
په روانډا کي ناقرارۍ هغه وخت پېل سوې کله چي د ۱۹۹۴م کال د اپريل په شپږمه نېټه د روانډا د ولسمشر الوتکه په کيګالي کي د کښته کېدو پر وخت وويشتل سوه او د ولسمشر تر څنګ پکښي سپاره ټول کسان ووژل سول. د دغې پيښي څخه نيم ساعت وروسته د حکومت د مخاليفينو او توتڅي ټبر د مشهورو کسانو په قتل لاس پوري سو. د تقريبا ۱۰۰ ورځو په جريان کي د وژل سوو کسانو شمېر په سلهاؤ زرو ته ورسېد.
د ولسمشر ګارد په قتل عام پېل وکړ
په ۱۹۹۴ کال د توتڅي ټبر د خلکو په قتل عام کي کي د عامو هوټو وګړو تر څنګ، د رواندا ملي اردو، د ولسمشر ګارد، ملي پوليسو او اداري چارواکو ونډه واخيسته. د دې تر څنګ په دغه قتل عام او د توتڅي په ولس وژنه کي وسله واله مليشې هم برخه والي وې چي په دغو کي د اينتېراهاموې مليشه هم شامله وه.
روانډا فرانسه تورنوي چي د ۱۹۹۴م کال په تاوتريخوالي او په ولس وژنه کي يې لاس درلود. فرانسې او د دغه وخت په تړاو بعضي مخفي اسناد د څېړونکو او د قربانيانو د ټولنو د ليدلو له پاره آزاد کړي دي. د قربانيانو ټولني هيله لري چي د دغو اسنادو په مرسته به د روانډا په ولس وژنه کي د فرانسې د رول په تړاو نوي معلومات تر لاسه کړي.
فرانسوي عسکرو په رواندا کي پوځي ماموريت پر مخ بيوی. هغوی نظامي روزنه هم کوله.
فرانسوي عسکرو په رواندا کي پوځي ماموريت پر مخ بيوی. هغوی نظامي روزنه هم کوله.انځور: P.Guyot/AFP/GettyImages
د روانډا د ولس وژني د قربانيانو د بيلجيم د څانګي وياند اېريک روتا يي سېرې هم د نوو اسنادو څخه د نوو معلوماتو د تراله کولو هيله لري. هغه وايي: « زه فکر کوم چي په دغو اسنادو کي به زيات نوي معلومات وي. فرانسه د ولس وژني څخه ترمخه او د هغه وروسته په رواندا کي په پوځي ماموريتونو کي ښکېل وه. غالبا هغه وخت به د نظامي قواوو تر منځ زيات تماسونه نيول سوي وي او په همدې ډول د فرانسې د ايليزې ماڼۍ او په سيمه کي د دخيلو کسانو تر منځ هم.»
اېريک روتا يي سېرې وايي چي د روانډا خلکو د تيرو ۲۱ کالو راهيسي د فرانسې څخه د دغو اسنادو د بربنډولو غوښتنه کوله. د نوموړي په وينا دا د دې له پاره مهم دي چي د روانډا په ولس وژنه کي د فرانسې او نورو هيوادونو د ښکېلتيا په تړاو حقيقتونه رابرسېره سي.
«فرانسه خپل دريځ قوي کول غواړي»
په لندن کي د ختيځ او افريقايي څېړنو د انسټيټيوټ افريقا پوه فِل کلارک وايي چي د فرانسې له خوا په داسي حال کي پخواني محرم او مخفي اسناد کتلو ته وړاندي کيږي چي تازه تازه د امريکا متحده ايالاتو هم پر دغه موضوع اسناد خپاره کړي دي. د کلارک په وينا فرانسه غواړي چي د دغې موضوع په تړاو خپل دريځ د دغو اسنادو په مرسته قوي کړي.
فِل کلارک وايي: « د روانډا د حالاتو د څارونکو له پاره دا د شک څخه ليري خبري ده چي فرانسې په ولس وژنه کي مستقيم رول لوبولی دی. فرانسې د اينتېراهاموې مليشو په پوځي روزنه کي برخه واله وه. دا هغه مليشه ده چي تر زياتي اندازې په ولس وژنه کي مسؤله وه. دا ټول شيان تاريخپوهانو او ژورنالستانو په ښه توګه ثبت کړي دي.»
فِل کلارک زياتوي چي د روانډا خلک د فرانسې له خوا د آزادو سوو اسنادو سره زياتي هيلي لري چي نوي معلومات به رابرسېره کړي. د نوموړي په وينا خو دی پخپله او نور کارپوهان داسي اټکل کوي چي فرانسه به هيڅکله داسي اسناد خپاره نه کړي چي په ولس وژنه کي د دغه هيواد د ښکېلتيا ثبوت يا اشاره پکښې وي.