1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانکفورت او کابل يو ځل بيا په مستقيمه توګه سره ونښول شول

۱۳۸۸ خرداد ۲۷, چهارشنبه

د دوشنبي دجون دمياشتي د۱۵ نيټي راهيسي په منظمه توګه دافغانستان د پلازميني کابل او د المان فرانکفورت ترمنځ الوتني پيل شويدي.

https://p.dw.com/p/ILPc
انځور: AP

د هوايي ډګر چلونکي فراپورت ويلي دي چي، صافي ايرويس يوازني افغاني انفرادي هوايي شرکت دي چي په اونۍ کي دري ځلي د شنبو، دوشنبو، او چهارشنبو په ورځو د کابل او فرانکفورت اود فرانکفورت اوکابل ترمنځ الوتني کوي.

د دوي الوتکي بوينګ ۷۶۷/۲۰۰ ډوله دي. پدي الوتکو کي له هريخوا، د دوو سوو سپرليو ترڅنګ لس ټنه مال هم وړل راوړل کيدايشي. فرانکفورت د دي هواي شرکت لمړي د لويو وچو ترمنځ د الوتلو هدف دي. دا هوايي شرکت په ۲۰۰۶کال کي تاسيس شوي اومديريت يي د يو الماني ټيم په لاس کي دي.

د فرانکفورت هوايي ډګر د چلونکي فراپورت د ساحومشر پيترشميتڅ د دي نويو اړيکو او هوايي کرښي ښه هرکلي کړي، او ويلي يي دي چي « مونږ پدي ډير خوښ يو چي صافي ایرويس په فرانکفورت کي د نوي هوايي شرکت په حيث د کابل او فرانکفورت ترمنځ الوتني، د خپلو الوتنوپه پروګرام کي نيولي دي، اومونږ د دي هوايي شرکت مسولينو، اوعملي ته د ډير برياليتوب هيله لرو او تل د ښو الوتنو هيله ورته کوو.»