فرانکفورت: د لوفتانزا د هوایي شرکت عملې په اعتصاب پیل کړی
۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعهاعلان
د المان په مصروف ترینه هوایي ډگر فرانکفورټ کې د لوفتانزا د هوایي شرکت عملې په اعتصاب لاس پورې کړی دئ. دغه اعتصاب د المان په سیمه ییز وخت د سهار په ۵ بجو پیل شوی دئ او د ماسپښین تر یوې بجې پورې به دوام وکړي.
زیاته شوې ده چې دغه اعتصاب د معاشونو د لوړوالې په موخه تر سره کیږي. د لوفتانزا ویاند ویلي دي چې ۶۴ پروازونه کنسل شوي دي. دغه لاریون وروسته تر هغې تر سره کیږي د کارگرو اتحادیې UFO د معاشونو په سر کوم جوړ جاړي ته د رسیدو له پاره تر سره شوې خبرې اترې ناکامه وبللې. د کارگرانو دغه اتحادیه د عملې په معاشونو کې د پنځه فیصده لوړوالي غوښتنه کوي.