1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فراه: د وسله والو په برید کې اته پولیس ووژل شول

۱۳۹۱ فروردین ۱۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14Y4L

د یوه افغان چارواکي په خبره وسلوالو طالبانو په د فراه په ولایت کې د یوه برید په ترڅ کې اته افغان پولیس ووژل.

د فراه د ولایت ویاند نقیب الله فراهي، وویل چې دغه پېښه پرون ناوختي رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړه: «طالبانو د خاک سفید په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ. په دغې پوستې کې اته تنه پولیس مستقر ول چې ټول وژل شوي دي.»

له فرانس پرس خبري آژانس سره په تماس کې د طالبانو یوه ویاند د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.