1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

فرمان: د کريکټ په چارو کې هیڅوک د لاسوهنې اجازه نه لري

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

د افغانستان کریکټ بورډ رسنیو ته د یوې اعلامیې په لیږلو سره خبر ورکړی چې ولسمشر غني د روان کال د غوايي میاشتې پر ۹مه نیټه د کريکټ بورډ د خپلواکۍ او په چارو کې یې د لاسوهنو په هکله فرمان صادر کړی.

https://p.dw.com/p/2wxM5
Afghanistan Cricket Team
انځور: ACB

د افغانستان د کرکيټ بورډ له لوري رسنیو ته په دې اعلامیه کې همدا راز ویل شوي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه اقدام د افغانستان د کرکيټ د وروستیو لاسته راوړنو او د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته عملي کړی دی.

اعلامیې وړاندې ویلي چې د افغانستان کريکټ پدې وروستیو کې په بیلابیلو برخو کې په نړیواله او کورنۍ کچه سترې او تاریخې لاسته راوړنې درلودې. سربیره پر دې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د نړۍ په لس غوره لوبډلو کې ځای خپل کړ او تر څنګ یی د کريکټ بورډ ادارې په بیلابیلو اړخونو کې اصلاحات رامنځته شول. اعلامیه وايي چې دغو ټولو ټکو ته په پام کې نیولو او ددې ادارې د لا پرمختګ، ښه ګرنډیتوب او استقلالیت په موخه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه تازه حکم صادر کړی دی.

په اعلامیه کې د ولسمشر غني د فرمان ټکي

د افغانستان کريکټ بورډ اداره د ورزشي فعالیتونو په برخه کې یوه خپلواکه اداره ده او د کريکټ د نړیوالې شورا د اصولو او قوانینو په رعایت کولو مکلفه ده. سربیره پر دې د فرمان په دوهم امر کې لیکل شوي چې هیڅ اداره یا شخص حق نه لري چې د کريکټ بورډ په چارو او ددې ادارې د ورزشي فعالیتونو د تنظیم په برخه کې لاسوهنه وکړي. په پاې کې  د افغانستان د کريکټ بورډ ادارې په چارو کې د ادارو او اشخاصو لاس وهنه له هغوی سره د قانوني چلند خبره هم راغلې ده.

دغه فرمان داسې مهال صادریږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان پر کریکټ بورډ باندې د لوبغاړو د ټاکنې او یو لړ نورو مسائلو له امله سختې نیوکې وشوې. دغه نیوکې وروسته له هغې وشوې چې د  افغانستان ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام ته د رسیدو له پاره په خپلو لومړنیو لوبو کې له ماتو سره مخامخ شوې وه. د لوبو په ترڅ کې داسې ویره هم موجوده وه چې ګواکې افغانستان به په انګلستان کې د ټاکل شوي نړیوال جام ته لاره ونه مومي. خو بخت او په وروستیو کې د افغان لوبډلې ښې لوبې بیا دغه هرڅه بدل کړل، او افغانستان نه یوازې نړیوال جام ته لار پیدا کړه، بلکې د ویسټ انډیز په ماتولو سره یې د دې لوبو اتلولي هم په خپل نامه کړه.

زموږ له آرشیف څخه: