1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرونتکس د مهاجرو ژر اخراج گډ قواعد غواړي

۱۳۹۶ مهر ۴, سه‌شنبه

د فرونتکس مشر د اروپايي اتحاديې له غړو هيوادونو د مهاجرو په ژر اخراج کي د گډو قواعدو غوښتنه کړې ده. هغه ويلي دي چي په دې ترڅ کي يو شان ته قوانينو ته اړتيا سته.

https://p.dw.com/p/2kiVm
Frontex Chef Fabrice Leggeri
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Vanden Wijngaert

فرونتکس د اروپايي اتحاديې هغه اداره ده چي د پولو ساتنه يې پر غاړه ده. د دغې ادارې مشر فابريسې لېګېري د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو ږغ کړی دی چي د رد سوو پناه غوښتونکو په اخراج کي دي گډ قواعد رامنځ ته کړي. دغه چارواکي ويلي: «موږ په دې تړاو يو واحد قانوني نبسټ ته اړتيا لرو.» نوموړي دا څرګندونې د «هاندلسبلت» نومي ورځپاڼي د سه شنبې (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۲۵مه نېټه) ماښمنۍ ګڼي ته کړي دي.

د فرونتکس ادارې رئيس ليګيري، ويلي دي چي د دغې ادارې له خوا تنظيم سوي ځيني د اخراج پروازونه ډک نه وي. د هغه په وينا هغه په دې دليل چي یا خو «په کافي اندازه اخراج ته منتظر کسانو ځانونه نه وي ثبت کړي او يا هم يې په هکله اړين معلومات کم وي.»

د دغه چارواکي په وينا فرونتکس تر اوسه په ۲۰۱۷م کال کي د ۲۲۰ پروازونو انتظام کړی چي پکښي تقريبا ۱۰ زره پناه غوښتونکي بېرته خپلو پلرني هيوادونو ته ولېږدول سي. د هغه په وينا دغه شمېر د ۲۰۱۵م کال په پرتله درې چنده زیات دی. دغه فرانسوي تابعيت لرونکي چارواکي زياته کړې: «خو دا چي څوک به اخراجيږي، فيصله يې د هيوادونو چارواکي پخپله کوي.»

د نوموړي په وينا د مهاجرو د اخراج په موضوع کي قانون ډېر مغلق او د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کي متفرق دی. هغه زياته کړې چي د اروپايي اتحاديې په ځينو هيوادونو کي په اخراج د مکلف سوو مهاجرو د توقيفولو اجازه سته او په نورو کي بيا نه سته. د هغه په وينا د دې څخه تر مخه چي د پناه غوښتنې يوه پروسه د پناه غوښتونکې د اخراج تر فيصلې ورسيږي، په هر هيواد کي بېل اوږد وخت نيسي. له همدې کبله دغه چارواکي غوښتنه کړې چي «اروپايي اتحاديه دي د يو ځانګړي فرمان له لاري د اخراج په تړاو مکلف کوونکي قواعد رامنځ ته کړي.»

د فرونتکس رئيس دا غوښتنه هم کړې ده چي د اخراج موضوع دي د پناه غوښتنې د پروسې سره لا نژدې مربوطه کړله سي. هغه ويلي دي چي دلته وخت ډېر مهم دی، ولي چي که د مهاجرو اخراج زيات وخت په بر کي ونيسي نو دغه په اخراج مکلف مهاجرين په اروپا کي ځانونه مېشتوي.

زموږ له ارشيف څخه: