1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطينيان د مصر د سرحد څخه په زور تير سول

۱۳۸۶ بهمن ۳, چهارشنبه

وسله والو فلسطينيانو د غزې او مصر په سرحد کښي ځني ځايونه مات کړل ، او تر هغه وروسته د سرحد څخه تير سول ...

https://p.dw.com/p/DKBo
فلسطينيان د مصر سره په سرحد کښي
فلسطينيان د مصر سره په سرحد کښيانځور: AP

څو هلته غذايي مواد او نور ضروري شيان رانيسي . تر هغه وروسته چي اسراييلو ځو ورځي دمخه د غزې د تراډي سرحدونه وتړل ، تر څو راکټي حملې بندي سي ، نو فلسطينيان د غذايي موادو او نورو شيانو، د شديد کمبود سره مخامخ دي .

پرون لا په سوو فلسطينيانو د رفآ پر سرحد يرغل کړی ؤ ،چي د امنيتي قواوو سره د اخوډب له کبله 70 تنه انسانان زخميان سوي وه . د اروپايي ټولني د خارجه چارو کميساري ، بينيټا فيريرو والډنر Benita Ferrero Waldner

او د منځني ختيح خاص استازي توني بلېر، د اسراييلو څخه په عاجل ډول وغوښتل ، څو د خلګو د تګ راتګ او مالونو د وړلو راوړلو دپاره لاري خلاصي کي .