1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطين: اسلامي جهاد د اسراييلو سره اوربند ته چمتووالی ښوولی

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

تر دوو ورځو سختو جنگونو وروسته فلسطيني «اسلامي جهاد» سازمان له اسراييلو سره په شرایطو اوربند ته تیاری ښوولی دی. اسراييل هم اوربند ته حاضر دی، خو وايی نه په هره بیه.

https://p.dw.com/p/3Syt1
Gazastreifen | Trümmer eines Hauses nach israelischem Raketenangriff
انځور: Reuters/I. Abu Mustafa

 د اسراييلو د دفاع وزیر اسراييل کاتس ویلي، چي هیواد یې اوربند ته په دې شرط حاضر دی، چي له غزې تراډي څخه ورباندي راکټي حملې بندي سي. هغه د پوځ راډيو ته ویلي، چي «سکوت ته به په سکوت سره جواب ورکړل سي.» خو په عین حال کي هغه دا هم واضح کړه، چي د اسراييلو دولت به د هغو کسانو په مقابل کي چي هیواد ته یې ضرر رسوي، د هیڅ ډول اقدام څخه صرف نظر ونه کړي. که هغه له غزې تراډي او یا بل هر ځای څخه وي.

تر دې دمخه په یوه ټلویزوني مرکه کي د «اسلامي جهاد» رهبر، زياد النخاله د اوربند د عملي کولو له پاره درې شرطونه ایښي ول:اسراييل باید د فلسطينیانو د هدفنو قتلونو څخه لاس واخلي او نور نه باید د غزې په تراډه کي د احتجاجونو په مقابل کي له زور او تشدد  څخه کار واخلي. همدارنگه د فلسطيني قلمرو محاصره راکمه کړي.

Ziyad al-Nakhala
د «اسلامي جهاد» رهبر، زياد النخالهانځور: Imago/ XINHUA

د دواړو اړخونو تر منځ د یوه ممکنه اوربند د رامنځه کولو په خاطر د مصر په پایتخت قاهره کي د ملگرو ملتونو او مصر استازي د پردې تر شا کوښښ کوي، چي د «اسلامي جهاد» او اسراييلو تر منځ اوسنۍ نښتي ختمي کړي.

دا هم په داسي حال کي ده، چي نن پنجشنبه «د نومبر میاشتي ۱۴ مه» سهاروختي  پر اسراييلو باندي دوه نور راکټونه ورفیر سول.

 

د ملگرو ملتونو د استازي عاجله غوښتنه

د منځني ختيح له پاره د ملگرو ملتونو استازي، نیکولای ملادینوف پر اسراييلو باندي د راکټي فیرونو د سمدستي بندولو او له  ټولو اړخونو څخه د « حداکثر آرام رفتار» غوښتنه کړې ده. په خبره یې مصر او ملگرو ملتونو په دې کي ډیر کار کړی دی، چي د غزې په تراډه کي اوسنی خطرناک حالت په یوه جنگ باندي تبدیل نه سي. هغه وويل په سیمه کي یو بل جنگ نه بايد رامنځته سي.

Gaza Konflikt
انځور: Getty Images/AFP/A. Baba

تر هدفمند قتل وروسته تشنج

د غزې په تراډه کي شخړه هغه وخت خپل اوج ته ورسیدله، کله چي د سه شنبې په ورځ «د نومبر میاشتي ۱۲ مه» اسراييلو د «اسلامي جهاد» د سازمان نظامي رهبر ابو العطأ په یوه هوايي حمله کي په هدفمند ډول سره په قتل ورساوه.

تر هغه راهيسې «اسلامي جهاد» پر اسراييلو باندي په سلهاوو راکټونه ورفیر کړل. په دې کي یوازي  پرون چهارشنبه «د نومبر میاشتي ۱۳ مه» حداقل ۱۶ فلسطينیان وژل سوي دي. او د تشدد له نوي څپې راهیسي مجموعاً ۳۴ فلسطينیان. په اسراييلو کي بیا د ژغورونکي عملې په حواله ۵۰ کسان ټپيان سوي دي.

حماس څه ډول عکس العمل ښيي؟

د اسراييلو د امنیتي منابعو په حواله اوس اصلي پوښتنه داده، چي پر غزې تراډي باندي حاکم حماس سازمان به څه ډول عکس العمل وښيي او ایا له «اسلامي جهاد» سره به یوځای سي؟ که دا کار وسي، بیا نو د یوه لا ډیر خطرناکه حالت اټکل کیدلای سي.

«اسلامي جهاد» سازمان که څه هم د ایډیالوژیکي لحاظه تر حماس ډیر افراطي دی، خو له نظامي لحاظه بیا تر هغه ضعیفه دی.