1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطين او اسرائيل پسله مياشتو و مستقيمه خبرو ته چمتو سويدي

۱۳۸۹ مرداد ۳۰, شنبه

ميتچل څوواري ټينګار وکی ، چه خبري او معامله د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ دوه طرفه معامله ده ، او دوی يې بايد پخپله حل کي.

https://p.dw.com/p/Ot6j
انځور: AP

تر هغه وروسته چه د ۲۰۰۸ ميلادي کال په آخره کي اسراييلو پر غزې باندي نظامي حمله وکړه ، ددواړو خواو تر منځ نوري مستقيمي خبري ندي رامنځ ته سوي .

په واشنګټن کښي ددواړو مشرانو تر منځ د مستقيمو خبرو او معاملې تر شروع کيدو يوه ورځ دمخه به جمهوررييس اوباما ددوی سره جلا جلا کښيني ، او د خپل قدرت او شخصي نفوذ څخه به کار واخلي ، تر څو د منځني ختيځ د سولي خبري نتيجه ورکي .

د امريکا د متحده ايالاتو خارجه وزيري هيلاري کلينتن ددغو خبرو او مذاکرې دپاره يو واضح هدف لري ، اووايي ،

«د يوه کال په جريان کښي به په خبرو کښي فيصله سوي موضوعګاني بيان او توضيح سي . »

ډيپلوماټان دا هغه شخړه ايزي موضوعګاني بولي ، چه د ددواړو خواو تر منځ موجود دي ، لکه د پلان سوي فلسطيني دولت سرحدونه ، د مليونو فلسطيني مهاجرينو سرنوشت ، او د راتلونکي بيت امقدس موقف ، چه هم يې اسراييليان او هم يې فلسطينيان د خپل پايتخت په حيث بولي .

Clinton.jpg
انځور: AP

هيلاري کلينتن دا واقعيت مني ، چه په خبرو کښي به ډير مشکلات او خنډونه موجود وي ، دا وایی،

« په پخوا کښي هم مشکلات رامنځته سوي وه ، او په آينده کښي به هم رامنځته سي . موږ به خامخا د خنډونو سره مخامخ سو . »

هيلاري کلينتن د ددواړو خواو څخه وغوښتل ، چه د سولي دپاره دحل يوه لار پيدا کي ، او نه داچه د سولي د پروسې ددښمانانو تر تأثير لاندي راسي .

ددې پوښتني په جواب کښي چه د ددواړو خواو تر منځ خبري څو واري د ناکامۍ سره مخامخ سوي دي ، د امريکا د منځني ختيځ نماينده جورج ميتچل وويل چه ،

«ناکامه سوي خبري نه بايد موږ وبيروي . »

ځکه چه خبره پر سپيڅلې او عادلانه موضوع باندي ده ،چه د ددواړو خواو څخه د سم حل غوښتونکې ده .

ميتچل څوواري ټينګار وکی ، چه خبري او معامله د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ دوه طرفه معامله ده ، او دوی يې بايد پخپله حل کي ، او که دغه خبري دريدلي وي ، امريکا کولای سي ، د يوه پله په حيث ورسره کومک وکي ، چه دوی پر تير سي .

داچه په واشنګټن کښي به تر لمړنيو خبرو وروسته ، نوري خبري چيري او په څه ډول ادامه پيدا کوي ، هغه په اسراييلو او فلسطينيانو پوري اړه لري ، خود امريکا متحده ايالات انتظار لري ، چه لږ تر لږه د خبرو يوه برخه په سيمه کښي تر سره سي .

ليکونکی: محمدقاسم نوري

کتونکی: احمدولي اڅکزی