1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

فلورانس څنګه د مخدره موادو په پريښوولو کي مرسته کوي؟

۱۳۹۹ مرداد ۹, پنجشنبه

هغه څوک چي سګريټ څکوي او غواړي ترک یې کړي، د «فلورانس» په واسطه کولای سي دا کار وکړي. د فلورانس په نامه مصنوعي هوښ د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا يو آنلايني سيسټم دی چي د مخدره موادو په پريښودلو کي مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/3gB3J
Symbolbild - Rauchen
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

فلورانس تر ټولو نوی صحي تخنيک دی چي د مصنوعي هوښ په مرسته مشورې ورکوي، خو په دغو مسايلو کي هيڅکله انساني قضاوت نه لري.

د روغتيا نړيوال سازمان خپل مجازي صحي کارکوونکی «فلورانس» په کار ګومارلی تر څو خلکو ته مشوره ورکړي چي د سګريټو د پريښوولو له پاره ځانته يو پروګرام جوړ کړي.

فلورانس په دقيق ډول هغه وخت په کار پيل وکړ کله چي يوې پلټني وښودله چي هغه کسان چي سګريټ څکوي، کيدلای سي د نورو په مقايسه د کوويد ۱۹ ويروس ژر ورباندي حمله وکړي. خو دا په دې معني نه دي چي هغه کسان چي ډير سګريټ څکوي د کرونا په ويرس باندي يې د اخته کيدو خطر موجود دی، بلکي فقط ددغي ناروغي سختوالي ته اشاره سوې ده.

د مخدره موادو مصرف کوونکي چي غواړي له اعتياد څخه لاس واخلي کولای سي د انټرنيت له لاري د فلورانس ملګرتيا وکړي. فلورانس خپل اطلاعاتي بانک ته مراجعه کوي او خپل نوي ملګري ته د سګريټو د پريښوولو په برخه کي يو نوي شخصي پروګرام جوړوي.

د محکمې جنجالي پریکړه: د سیګرت څکلو په بدل کې زندان او جریمه

د فلورانس دغه پروګرام ته سړی کولای سي، د متن او ويډيو له لاري لاس رسی پيدا کړي. سربيره پر دې فلورانس د مصنوعي هوښ په مرسته خپلو نوو دوستانو ته د کرونا ويروس په اړه په انټرنيت کي د غلطو معلوماتو په اړه خبرداری ورکوي.

په اوس وخت کي په ټوله نړۍ کي د مخدره موادو له ۳،۱ ميليارده کسانو څخه ۶۰ فيصده يې غواړي له اعتياده لاس واخلي، خو يوازي ۳۰ فيصده يې د اړتيا وړ امکاناتو، لکه مشورو ته لاس رسی لري. اوس د روغتيا نړيوال سازمان د فلورانس په مرسته وړيا مشورې د خلکو په اختيار کي ورکوي.

د روغتيا نړيوال سازمان د رپوټ پر اساس تنباکو چي له هغه څخه مخدره مواد په لاس راځي، په کال کي تر ۸ ميليونه اضافه انسانان وژني. تنباکو د زړه د ناروغيو، سرطان، شکري او تنفسي مريضيو اصلي عامل بلل کيږي. هغه کسان چي په دغو ناروغيو اخته دي په کرونا ويروس باندي د اخته کيدو په نتيجه کي يې د نورو جوړو انسانانو په پرتله د مرګ خطر ډير دی.

بې له انساني قضاوته

فلورانس د نيوزيلند د "سول ماشينس" د شرکت له خوا جوړ سوی دی. دغه شرکت د بشريت له پاره د انسان شکله ربوتونو په جوړولو سره فعاليت کوي. آمازون او ګوګل کلود د نوموړي شرکت د دغو پروژو ملاتړ کوي.

ګريک کروس  ددغه شرکت يو بڼسټ ايښوونکي د بلومبرګ رسنۍ ته ويلي دي: «کله چي د سګريټو پريښوولو ته نوبت رسيږي نو خلک له څو واري کوښښونو څخه خسته او نور شرميږي.» هغه فلورانس ته په اشارې سره وايي: «ډيجيتال مشاورين کولای سي ګټه ورسوي دا ځکه چي د مخدره موادو د پريښوولو په کسانو کي انساني قضاوت له منځه ځي.

دغه مجازي دوست خپل کار د اول وار له پاره په اردن کي پيل کړ چيري چي دغه هيواد د مخدره موادو په مصرفولو کي د نړۍ د هيوادونو په فهرست کي لوړ ځای لري.

فلورانس تر اوسه پوري يوازي په انګليسي ژبه اړيکي ټينګولای سي خو په پام کي ده چي د ملګرو ملتونو په سازمان کي ټولي ثبت سوي ژبي زده کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان يوه وياند دويچه ويلي ته وويل، فلورانس په لږ وخت کي ډير دوستان پيدا کړي او تراوسه پوري په زرو انسانان د هغه له خدمتونو څخه مستفيد سوي او راضي دي.