1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلپاين: سياسي قتلونه

حسن » بری «۱۳۸۵ آبان ۱۷, چهارشنبه

بزگره ايستر » مانولو « په ژړاژړا وايي: » داپيښه پنځه مياشتې مخکې وشوه. څوتنونرانوچې جنگي يونيفورمونه يې اغوستي وو، ماښام زمونږ د کور ور مات کړ اوکورته راننوتل.

https://p.dw.com/p/DMrD
انځور: AP

دغو وگړوزمونږ کورنۍ ته د ماشينگڼوگواښ وکړ، زماله دووزامنوڅخه يې د هغوۍ د نومونوپوښتنه وکړه، هغوۍ يې پرمخ اوپه گيډه کې ووهل اوله ځان سره يې يووړل. « ايستر اوس مأيوسه ده اوپدې هکله چورتونه وهي چې زامن يې، رايموند او فينالدو، ولې ونيل شول. ايستر وايي: » ممکن چې د هغوۍ د ورور بيستر له کبله. « اوزياتوي: » بيستر کلونه کلونه مخکې يوځل د کمونستي ياغيانوپه گټه جگړه وکړه او له هغه وخت راهيسې پټ شويدی. «


د ايستر زامن وژل شويدي؟
د فلپاين په پلازمينې مانيلاکې له لادرکه انسانانوسره د مرستې د ټولنې ) فاينډ ( استازی الفونزو » سينسو « فکرکوي چې، د ايستر زامن وژل شويدي: » له ٢٠٠١ کال راهيسي په فلپاين کې د سياسي قتلونوشمير لوړيږي او د هغواکثريت د يوې ټاکلې نمونې له مخې سرته رسيږي. هم د وژنې ډول اوهم د قربانيانوډول تقريباً تل مدام سره ورته دي. د قاعدې له مخې، د کيڼ پلوه قانوني گوندونومشران اوغړي، د موټرسايکل سپرولخوا د ډزوپه واسطه وژل کيږي. په ٢٠٠٥ کال کې ١٥٥ سياسي قتلونه وشول؛ په ٢٠٠٦ کال کې، د جولای د مياشتې تر پای پورې، د سياسي قتلونوشمير تقريباً ٢٠٠ ته رسيدلی دی. «