1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلیسیتاس هوپه، ته د المان ادبي جایزه ورکول کیږي

۱۳۹۱ آبان ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/16Y2y

نن د المان په دارمشتات، ښار کې یوې لیکوالې فلیسیتاس هوپه، Felicitas Hoppe ته د گیورگ بوشنر (Georg-Büchner) ادبي جایزه ورکول کیږي. د المان د ژبپوهنې او شعر په برخې کې اکادمۍ له نوموړې میرمن چې په برلین کې ژوند کوي په ستایلو سره ویلي دي چې نوموړې لیکوالې په خپلو رومانونو، کیسو او مقالو کې د نړۍ فریبکاره، کشف کوونکي او بیکاره خلک انځور کړي دي.

د گیورگ بوشنر ادبي جایزې گټونکي ته ۵۰ زره یورو هم ورکول کیږي او په المان کې د مهمې ادبي جایزې په توگه یادیږي. تر اوسه دغه جایزه د ایرش کیزتنر Erich Kästner، گونتر گراس او هاینرش بویل او کریستا ولف، په شان لیکوالانو ته ورکړل شوې ده. دغه جایزه د مشهوره لیکوال او د طبعي علومو د کارپوه او مبارز گیورگ بوشنر په نوم نومول شوې ده او له ۱۹۲۳م کال راهیسې لیکوالانو ته ورکول کیږي.