1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فهيم: ايران موافقه کړې افغانستان ته د تيلو پر سر لګېدلی بنديز ليري کړي

۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

ايران له دري اونيو را په دي خوا کابو 1600 ټانکرونه په څپله پوله کي درولي دي او اجازه نه ورکوي چي افغانستان ته تير سي.

https://p.dw.com/p/QkJW
د ولسمشر کرزي مرستيال محمد قسيم فهيم
د ولسمشر کرزي مرستيال محمد قسيم فهيمانځور: AP

د ايران خبري آژانس، ISNA ، د فهيم له خولي رپوټ ورکړ چي هغه د خپل ايراني همتاء سره په تهران کي په يو ګد خبري کنفرانس کي وويل: «موږ د هغو ټانکرونو په هکله خبري وکړي چي په پوله کي تم سوي او دې موافقي ته ورسيدو چي هغوی اجازه پيدا کړي ترڅو افغانستان ته تيرسي.»

تهران ادعا لري چي دغه ټانکرونه د متحده ايالاتو او د ناتو تر مشري لاندي نړيوال ځواکونو ته چي د طالب اورپکو پر ضد جنګيږي تيل ليږدوي.

خو افغان حکومت د ايران دا ادعا نه مني او وايي چي په دغو ټانکرونو کي يواځي هغه تيل ليږدول کيږي چي د افغانستان په دننه کي د ملکي خلکو له خوا استعماليږي. په خاصه توګه د ژمي په وخت کي د افغانستان خلک له هغو څخه د سون موادو په توګه کار اخلي.

له سيمي څخه رپوټونه وايي چي نه يواځي له ايران سره د افغانستان په ګاونديو ولاياتو بلکه د دغه هيواد په نورو سيمو کي د تيلو بيي ډيري لوړي شوي دي.

د افغانستان د تيلو د اړيتا ديرش سلنه د ايران له لاري او پاتي يي د منځني آسيا د جمهوريتونو له لاري افغانستان ته ليږدول کيږي.

د افغانستان د ولسمشر مرستيال فهيم د شنبي په ورځ پرته له دي چي مخکي له دي اعلان وکړي، تهران ته ورسيد.

په يو جلا رپوټ کي د ايران دولتي خبري آژانس IRNA وويل چي د ايران د دفاع وزير احمد واحدي له افغانستان سره د پوځي همکاريو وعده کړي ده.

قسيم فهيم د واحدي له خولي وويل: « مونږ چمتو يو چي خپله تجربه او توانمندي د افغان ملي پوځ د پياوړتيا لپاره وړاندي کړو».

ايران مخکي له دي په وار وار ويلي دي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو حضور په سيمه يک د ترهګري لمن پراخه کړي ده او له افغانستان څخه د دغو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړي.

د افغانستان، ايران او امريکا متحده ايالاتو تر منځ چي په افغانستان کي تر ټولو زيات جنګي عسکري لري، اړيکي کړکيچني او حسا سي دي.

که څه هم تهران د لويديځ تر ملاتړ لاندي حامد کرزي حکومت څخه ملاتړ کوي، خو د امريکايي ځواکونو حضور څخه انديښنه لري. کابل هم په خپل وار سره هڅه کوي چي واشنګتن قانع کړي چي د يو ګاونډي هيواد په توګه له ايران سره د هغه اړيکي په سيمه کي د ثبات د تينګښت لپاره خورا اهميت لري.

خو په امريکا متحده ايالاتو کي ځيني انديښنه لري چي تهران ښايي ياغيانو سره مالي مرستي وکړي يا د کرزي په حکومت کي لويديځ احساساتو ته لمن ووهي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل