1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که امنیت ښه نه وي، شفافه ټاکنې به و نه شي»

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه

د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، وویل چې کیدای شي په ۲۰۱۴ کال کې خراب امنیتي وضعیت ولسمشریزې ټاکنې تر خپل تاثیر لاندې راولي. په پلان کې ده چې په دې کال کې له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي.

https://p.dw.com/p/165TW
انځور: dapd

مارشال فهیم د احمدشاه مسعود د مړینې د یوولسمې کلیزې د لمانځلو پر مهال وویل: «موږ په راروان یو نیم کال کې دوې لویې ننگونې په مخ کې لرو. لومړۍ له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل او دویمه ننگونه د ولسمشرۍ ټاکنې.»

ولسمشر کرزی په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته د افغانستان یوازینی ولسمشر پاتې شوی دئ. د هغه کاري موده به په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسیږي او د افغانستان د اساسي قانون له مخې حق نه لري چې د دریم ځل له پاره خپل ځان د افغانستان د ولسمشر له پاره ونوموي.

په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشر کرزي بیا ټاکل کیدل يوه ډیره جنجالي موضوع وه چې له کبله ان د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، افغانستان ته ورسید. داسې تورونه موجود ول چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې درغلۍ شوې وې.

مارشال فهیم چې په افغانستان کې د پیاوړو جهادي قوماندانانو څخه شمیرل کیږي او تر دې مخکې د دفاع وزیر هم پاتې شوی دئ، د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د لا ډیرو وسلو او نورو تجهیزاتو د ورکولو غوښتنه وکړه. هغه وویل: «که نړیواله ټولنه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او هغوی تجهیز کړي نو ښه به وي. که نه نو واضح خبره ده چې امنیتي ستونزې به موجودې وي.»

هغه زیاته کړې ده چې که امنیتي وضعیت ښه نه وي نو ټاکنې به شفافې نه وي: «که امنیت خراب شي، زه فکر نه کوم چې موږ به داسې شفافه ټاکنې ولرو چې په کې به د افغانستان د بیلاو برخو خلک خپلې رایې وکارولای شي.»

فهیم زیاته کړه چې که په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شي نو د دې هیواد گاوڼدیان به یو ځل بیا په افغانستان کې لاسوهنې وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی