1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فون دير لاين په افغانستان کې پر سياسي اصلاحاتو ټينگار وکړ

۱۳۹۷ فروردین ۶, دوشنبه

د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دير لاين، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې هلته د سياسي اصلاحاتو د رامنځته کولو خبره وکړه. نوموړې د شنبې په ماښام په يوه دوه ورځني سفر افغانستان ته رسيدلې وه.

https://p.dw.com/p/2uxWJ
Afghanistan Verteidigungsministerin von der Leyen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د دفاع وزیرې اورزلا فون دير لاين د دوشنبې په ورځ ( د ۲۰۱۸ م کال د مارچ ۲۶ نيټه) د آلمان د یوه ځایي تلویزيون سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان سياسي وضعه په کرار کرار د ښه والي پر لور روانه ده. خو په خبره یې مهمه دا ده چې پر سياسي کچه هم پرمختگونه وشي. فون دير لاين چې په يوه دوه ورځني سفر افغانستان ته رسيدلې ده، زياته کړه: «دا تر ټولو مهمه او پريکړنده پروسه ده.»

د فون دير لاين په خبره «ښې حکومتولۍ» ته اړتيا ده. دغلته ميشت انسانان بايد دا احساس کړي چې حکومت د هغوي له پاره اصلاحات عملي کړي دي.  نوموړې په خپلو خبرو کې وړاندې وويل چې دا ډيره مهمه ده چې دغه هيواد پرمختگ وکړي. ځکه يوازې په دې صورت کې خلک پر حکومت باور پیدا کوي او راتلونکي ته هیله مند کيدلای شي.

فون دیر لاين وسله والو طالبانو ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو اترو وړاندیز د «يوه زړور گام» په توگه وستایه.

نوموړې همدا راز د افغان امنيتي ځواکونو د پرمختگ ستاينه هم وکړه او ویې ويل چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې د نړيوالو ځواکونو د ډيرې برخې تر وتلو وروسته دوی د «يوې سترې ننگونې» سره مخامخ شوي ول. خو په خبره یې «افغان ځواکونه اوس وار په وار پرمختگ کوي».

فون دير لاين وويل چې د هوايي ځواک او همد راز د ځانگړو ځواکونو په برخه کې پرمختگ ډير ښکاره دی. د نوموړې په خبره افغان ځواکونه د افغانستان  پر کابو ۶۰ سلنه سيمو چې د ټول نفوس درې پر څلورمه برخه پکښې اوسي، کنترول لري. هغې ټينگار وکړ: «دا يو داسې پرمختگ دی چې کافي یې نه شو بللی خو لوری یې سم دی.»

د آلمان پارلمان تيره اوونۍ په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموريت «پريکړنده ملاتړ» په ترڅ کې د خپلو عسکرو ماموريت د يوه بل کال له پاره تمديد کړ. آلماني عسکر به د کابل، بگرام او مراز شريف ترڅنگ په راتلونکي کې کندز کې هم افغان ځواکونه ته روزنه ورکوي او د دوی مشاورت او ملاتړ به کوي. تر اوسه دوی په کندز کې يوازې وخت نا وخته او د زماني لحاظه محدود ماموريت درلود.

AFPD (B.S/S.R)

زموږ له آرشيف څخه: