1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فکور: افغانستان ملي ستراتیژۍ ته اړتیا لري

مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۲۱, جمعه

په وروستیو وختونو کې د کابل په گډون پر یو شمیر ښارونو باندې په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی. د چارو کارپوه یونس فکور، وايي چې په روان امنیتي وضعیت کې تر هغه وخته بدلون نه شي راتلای چې یوه ملي ستراتیژي نه وي رامنځ ته شوي.

https://p.dw.com/p/1E3Gz
انځور: AFP/Getty Images

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د دسمبر میاشتې۱۱مه) په پلازمینه کابل کې دوه ځانمرگي بریدونه ترسره شول. لومړی برید پر افغان امنیتي ځواکونو وشو او دویم برید بیا د استقلال په لیسه کې د ترهگرو بریدونو په اړه د یوه تیاتر په جریان کې ترسره شو. دواړو بریدونو په لسونو افغانانو ټپیان کړل او د شپږو افغاني سرتیرو په شمول یې لږ تر لږه یو آلمانی وگړی وواژه.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د کاري دورې له پیلیدو راهیسې طالبانو پر ښارونو باندې خپلو بریدونه ته زور ورکړی دی. د افغانستان د چارو کارپوه یونس فکور، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې طالبان د داسې بریدونو له ترسره کولو سره چې له پوځي اړخه ډیر ارزښت نه لري، غواړي په رسنیو کې خپل فعالیتونو ته ډیر انعکاس ورکړي: «اوس هوا سړه ده او طالبانو په وروستیو جبهه یې جگړو کې سختې ماتې خوړلې. نو اوس هغوی د وروستیو حملو په څیر بریدونه ترسره کوي ترڅو خپلو فعالیتونو ته توجه راجلبه کړي.»

افغان ولسمشر ژمنه کړې وه چې د ۴۵ ورځو په جریان کې به خپله نوې کابینه معرفي کړي خو تر اوسه پورې دغه کار نه دی ترسره شوی
افغان ولسمشر ژمنه کړې وه چې د ۴۵ ورځو په جریان کې به خپله نوې کابینه معرفي کړي خو تر اوسه پورې دغه کار نه دی ترسره شویانځور: picture alliance/AP Photo/Rahmat Gul

د دغه کارپوه په حواله له وروستیو بریدونو څخه د طالبانو نور هدفونه په افغانستان کې د پاتې کیدونکو مرستندویه بهرنیانو ویرول، پر افغان حکومت د امتیازونو د ترلاسه کولو له پاره فشار اچول او د خلکو په منځ کې د ویرې رامنځ ته کول دي: «د روان کال په پای کې په افغانستان کې د بهرنیانو د پاتې کیدو بڼه بدلیږي. طالبان په دې ترتیب سره غواړي هغه مرستندویه بهرنیان وویروي چې غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام وکړي.»

تر دې مخکې د ولسمشر غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، ویلي وو چې په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو یو لوی لامل د مسوولو وزیرانو نه معرفي کیدل دي. دوستم ټینگار کړی وو چې د وزیرانو له معرفي کیدو سره به په وضعیت کې ښه والي راشي. خو فکور ټینگار کوي چې وگړي نه شي کولای په وضعیت کې بدلون رامنځ ته کړي: «زه فکر نه کوم چې وگړي دې وشي کولای چې وضعیت ته بدلون ورکړي. هغه څه چې کولای شي امنیتي وضعه ښه کړي هغه د یوې داسې ملي ستراتیژۍ رامنځ ته کول دي چې د ملي شورا له خوا تصویب شي او وزیرانو ته د تطبیق په موخه وسپارل شي. نوي وزیران د یوې مشخصې ملي ستراتیژۍ په صورت کې گټور تمامیدای شي.»

د افغانستان د ملي یووالي حکومت تر جوړیدو وروسته، افغان ولسمشر ژمنه وکړه چې د ۴۵ ورځو په جریان کې به خپله نوې کابینه معرفي کړي خو تر اوسه پورې دغه کار نه دی ترسره شوی. ویل کیږي چې اوس ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو پر معرفي کولو یو له بل سره په خبرو اترو بوخت دي.

د فکور په وینا که څه هم د کابینې په معرفي کې ځنډ یوه خلا رامنځ ته کړې ده او سرپرست وزیران په بشپړه توگه اجرائیوي صلاحیتونه نه لري، خو هغه ټینگار کوي چې د افغانستان نوی حکومت باید د کابینې د معرفي کیدو تر څنگ پر داسې ملي ستراتیژۍ هم کار وکړي چې د پارلمان او د ملي حکومت د ټولو غړو له خوا ومنل شي.