1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیسبوک:گټه مو لږ، خو کاروونکي مو ډیر شوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

فیسبوک په درو کلونو کي د لومړي ځل له پاره وویل چي د ۲۰۱۲ کال د لومړيو درو میاشتو په عاید کي ئې د تیر کال په پرتله کموالی راغلی دئ. خو د دې ویب پاڼي په وینا په دغه موده کي د فیسبوک په کاروونکو کي ډیروالی راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/14kAY
انځور: dapd

په دغه موده کي د فیسبوک په عوایدو کي شپږ سلنه ډیروالی راغلی دئ. د فیسبوک د ویب پاڼي د چارواکو په خبره دې ویب پاڼي د ۲۰۱۲ کال په درو لومړیو میاشتو کي ۱،۶ میلیارده ډالره عاید درلود چي په ۲۰۱۱ کال کي دغه پیسي ۱،۱۲ میلیارډه ډالره وې.

په دې موده کي د فیسبوک گټه هم راټیټه شوې ده. فیسبوک د تیر کال په پرتله د ۲۰۱۲ کال په لومړیو درو میاشتو کي خپله ۱۲سلنه گټه له لاسه ورکړې ده.

په یوه بیانیه کي چې د فیسبوک د ویب پاڼې له خوا خپره شوې ده راغلي دي چي د فیسبوک عاید د اعلانونو د کمیدو له کبله راټیټ شوی دئ. په بیانیه کي زیاته شوې ده چي د کال په دې وخت کي د اعلانونو کمیدل یوه عادي خبره ده او له همدې کبله په راتلونکې کي د دې ستونزي د حلیدو په تمه دي.

څیړونکي وایي دا چي فیسبوک په یوه وار دومره گټه له لاسه ورکړې ده، د هغو پانگوالو له پاره اندیښنې رامنځ ته  کوي، چي په دغه ویب پاڼه کي ئې پانگونه کړې ده.

خو فیسبوک د دوشنبې په ورځ یوازي د گټي د کمیدو خبر نه دئ ورکړی. دغي ویب پاڼي همداراز ویلي دي چي د مارچ په میاشت کي ئې د لومړي ځل له پاره د فعاله کاروونکو شمیر ۹۰۰ میلیونو ته رسیدلی وو. فیسبوک همداراز ویلي دي چي د ټول کال له پاره ئې عاید لوړ شوی دئ.

فیسبوک زیاته کړې ده چي د مایکروسافت له کمپنۍ سره ئې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی دئ چي له مخي ئې د ځینو پروگرامونو حق الامتیاز تر لاسه کړی دئ.

په دغو پروگرامونو کي د لیکونو د استولو، د انځورونو د شریکولو، د انترنيت له لاري تلیفون کولو او داسي نوري تکنالوژۍ شاملي دي. فیسبوک همداراز ویلي دي چي د انستاگرام له ویب پاڼې سره ئې هم د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یوه معامله کړې ده چي په ترڅ کي به ئې فیسبوک د دغي ویب پاڼې د انځورونو د شریکولو له پروگرام څخه کار واخلي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل