1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیسبوک د خپلي غلطۍ له کبله بخښنه وغوښته

۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبه

فیسبوک له خپلو هغو کارونکو څخه بخښنه غوښتې ده چې ورته یې نا سم «امنیتي پیغام» استولی وو. د پاکستان تر برید وروسته فیسبوک خپلو یو شمیر هغو کاروونکو ته چې د برید له سیمې لیري ول، خبرداری استولی وو.

https://p.dw.com/p/1IKoW
د فيسبوک کاروونکي
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gabbert

فیسبوک د یکشنبې په ورځ ناوخته خپله هغه اشتباه ومنله چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې تر برید وروسته رامنځ ته شوې وه. تر دغه برید وروسته چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶۵ کسان ووژل شول او په سلهاو تنه نور ټپیان شول، فیسبوک له خپل یو شمیر کاروونکو څخه وپوښتل چې ایا هغوی خو په دې برید کې ژوبل شوي نه دي، خو ستونزه دا وه چې ځینې دغه کاروونکو د برید له سیمې په زرهاو کیلومتره لیرې وو.

فیسبوک آن په ګرځنده تلیفونونو کې خپلو کاروونکو ته دا پیغام واستوه: «ایا تاسو د چاودنې له کبله اغېزمن شوي یاست؟» د فیسبوک اشتباه دا وه چې روښانه کړې یې نه وه چې د دغه پیغام اخیستونکو د برید له سیمې څومره لیرې دي. که څه هم برید د پاکستان په لاهور کې شوی وو، خو یو شمیر کسانو آن په هانکانګ کې هم دغه شان پیغام ترلاسه کړی دی.

یو شمیر کسانو د دې پیغام تر لاسه کولو وروسته، غبرګون وښود، او فیسبوک هم ډیر ژره خپله اشتباه ومنله او د یوې بیانیې په خپرولو سره یې وویل: «دغه شان ستونزي زموږ د اصلي نیت خلاف دي. موږ ژر د ستونزي د حلولو له پاره اقدام وکړ. موږ له هر هغه کس څخه بخښنه غواړو چې په سهوه سره یې دا پیغام ترلاسه کړی دی.»

فیسبوک اوس د «خوندیتوب د تأیید» یا «Safety check» تر عنوان لاندي یوه مینو پرانیستې ده. د دې امکان په مرسته د فیسبوک کاروونکي کولای شي چې د یوې امنیتې پیښې سیمې ته د نزدیوالي په صورت کې خپلو خپلوانو ته د فیسبوک له لاري احوال ورکړي، چې روغ رمټ دی.

تر دې مخکې پر فیسبوک باندي نیوکې شوې وې چې خپل دغه امکان یوازي د ځینو امنیتي پیښو په صورت کې فعالوي.