1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیسبوک د مخ پیژندنې پروگرام غیر فعاله کړ

۱۳۹۱ مهر ۱, شنبه

د فیسبوک انترنیتي پاڼې په اروپا کې خپل د مخ پیژندنې پروګرام غیر فعاله کړې دﺉ. دغه پروګرام په اتومات ډول په انځورونو کې ښوول شوي کسان پیژني او د هغوی نوم ښکاره کوي.

https://p.dw.com/p/16CiW
انځور: picture-alliance/dpa

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر اروپایي تنظیموونکو بیا نیوکه کوله چې دغه پروگرام د فیسبوک د کارونکو محرمیت (Privacy) له گواښ سره مخامخوي.

د فیسبوک انترنیتي پاڼې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په اروپا کې ئې د خپلو کارونکو له پاره هغه پروگرام غیر فعاله کړی دئ چې په اتومات ډول به ئې په انځورونو کې ښوول شوي کسان پیژندل او هغوی به ئې فیسبوک ته د انځور له راایستلو څخه خبرول.

دغه پریکړه تر هغه وروسته شوې ده چې د ایرلند چارواکو په دې هیواد کې د فیسبوک له دفتر څخه غوښتې دي چې د خپلو اروپايي کارونکو له پاره د محرمیت اضافي تدابیر تر لاس لاندې ونیسي.

د فیسبوک تر دې پریکړې وروسته د ایرلند د انترنیت د محرمیت د ساتلو د ادارې یوه چارواکي بیلي هاوکیس، وویل چې د فیسبوک له دې پریکړې څخه راضي دي. هغه زیاته کړه چې له دې سره فیسبوک یو ښکاره پیغام استولی دئ چې د محرمیت د ساتلو له پاره په لازمو اقداماتو باندې لاس پورې کوي.

د مخ پیژندنې پروگرام د فیسبوک له کارونکو سره مرسته کوله چې انځورونه له لا ډیرو کسانو سره شریک کړي او هغوی د انځور له خپریدو څخه خبر کړي. دې پروگرام به په اتومات ډول په انځور کې ښکاره شوي کسان پیژندل او کارونکو ته به ئې دا امکان ورکاوه چې انځور له هغو کسانو سره شریک کړي چې په کې ښوول شوي دي.

د المان د محرمیت د ساتلو ادارې ویلي دي چې د دغه پروگرام کارول د قانون خلاف کار دئ. اوس نو د فیسبوک پاڼه باید د اکتوبر تر ۱۵مې نیټې پورې دغه پروگرام غیر فعاله کړي، خو فیسبوک وایي چې لا وختي ئې دا کار کړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض