1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیفا: د ولسمشرۍ نوماندان دې خپلې تګلارې اعلان کړي

میرویس جلالزی / کابل۱۳۹۲ آبان ۵, یکشنبه

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره له موجودو نوماندانو غوښتنه کړې ده چې ژر تر ژره خپل پروگرامونه او تګ لارې له ولس سره شریکې کړي تر څوخلک پرې سر له اوسه غور وکړي.

https://p.dw.com/p/1A6sd
انځور: Getty Images

دغه غوښتنه څو ورځې وروسته تر هغې کیږي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره د ۲۶ تنو له ډلې څخه د لسو تنو په شرایطو برابرو نوماندانو نوملړ خپور کړ.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ( فیفا) په خبره د دوی ارزونې ښيې چې دا ځل به خلک کاندیدانو ته نه بلکې د هغوی پروگرامونو او پلانونو ته رایه ورکړي او په کار ده چې سر له اوسه هرنوماند خپله تگلاره روښانه کړي.

د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو د احتمالي کاندیدانو د لومړي نوملړ تر اعلانیدو وروسته اوس د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ولسمشرۍ له نوماندانو غواړي چې د هیواد د اوسنیو ننګونو څخه د ولس د ژغورنې له پاره دې خپلې تګلارې روښانه کړي.

د فیفا ادارې مشر نادر نادري د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې، ښايي د ولسمشرۍ ځینې نوماندان ښې او پر دقیقو وړاندوینو ولاړې تګلارې ولري.

که څه هم د قانون له مخې ټاکنیز کمپاینونو ته ځانګړې نیټه ټاکل شوې ده، لاکن فیفا د نوماندانو د برنامو په اړه عمومي معلومات ورکول سر له اوسه اړین بولي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا، د مشر په وینا له دې سره به ولس هم کافي وخت ولري تر څو د نوماندانو په منځ کې د خپلې خوښي وړ کاندید وپیژني.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو مشرتابه وایي چې د افغانستان اکثریت وګړي ځوانان جوړوي ا و هغوی به د رایه ورکوونکو ډیری شمیر هم جوړوي.

فیفا په دې باور ده چې ځوانانوته د قوم، ژبې او سمت مسله مطرح نه ده بلکې له اوسني کړکیچ څخه د افغانستان د رایستلو له پاره به هغوی هغه نوماند ته رایه ورکړي، چې ښې برنامې ولري.

په عین حال کې د افغانستان د چارو کارپوه او د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجی وايې چې دمګړۍ افغانان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. د هغه په وینا ناامني، بې وزلي او تاوتریخوالی د دغو ستونزو ښې بیلګې دي چې باید پاملرنه ورته وشي. هغه وايی نوماندان باید د افغاني ټولني د نا خوالو د له منځه وړلو له پاره خپل پلانونه په یوه عملي برنامه کې ځای کړي:

«دا کاندیدان چې ځانونه یې ریاست جمهوري ته کاندید کړي دي، د ټاکنو کمیسیون او قانون دوی ته اجازه ورکړې ده چې سر له اوسه خپل تبلیغات وکړي او خپلې برنامې خلکو ته بیان کړي تر څو خلک دوی په بهتره توگه وپیژني. دوی باید په خپلو برنامو کې داسې افکار او نظریات بیان کړي چې هغې ته په راتلونکي وخت کې عملي جنبه ورواغوستلی شي.»

د غلجي په خبره دغه نظریات باید د افغانستان د اوسني عیني ذهني شرایطو سره په مطابقت کې وي. د هغه په وینا نوماندان چې کومې وعدې خلکو ته ورته کوي او په راتلونکي وخت کې یې عملي نه کړي نو پر دوی به د خلکو اعتبار له منځه ولاړ شي.