1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیفا: د ولسمشرۍ ټاکنو را مخکي کول به ګټور ګام وي

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه

د افغانستان (فیفا) بنسټ مشر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د یو کال رامخکې کولو سره په مشروط ډول موافقه ښودلې، خو یو شمیر کارپوهان بیا له حقوقي اړخه د ولسمشریزو ټاکنو رامخکې کول د افغانستان د اساسي قانون خلاف ګڼې.

https://p.dw.com/p/14dzK
انځور: AP

د تېرې پنجشنبې پر ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د حکومت دننه پر یوه داسې پلان کار روان دئ چې راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې تر ټاکلې مودې یو کال مخکې تر سره شي، یا دا چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهیر د ۲۰۱۴م کال پر ځای په ۲۰۱۳م کال کې بشپړ شي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو (فیفا) بنسټ مشر جانداد سپین غر له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي دي چې د نړېوالې ټولنې په حضور کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول، به د ټاکنو د امنیتي او لوژیستکي ملاتړ له پاره ګټور وي. خو له ټاکلې مودې د ټولټاکنو رامخکې کول یو لړ بنسټېزو اصلاحاتو ته هم اړتیا لري.

د ښاغلي سپین غر په وینا ترټولو اړینه ئې داده چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې داسې اصلاحات رامنځته شي چې دغه کمېسیون په ټوله مانا د یوې بې پرې ادارې په توګه ټولو ته د منلو وړ وګرځي:

«که چیرې په ۲۰۱۳میلادي کال کې ټاکنې کوو نو ډیر ژر باید د ټاکنو په اړه اصلاحات راشي، د بیلگې په توگه د انتخاباتو قانون باید اصلاح شي، د انتخاباتو په اداره یا د انتخاباتو په کمېسیون کې داسې اصلاحات راشي چې دغه اداره تر ډیره حده بي طرفه او ټولو ته د منلو وړ وگرځي، نو که چیرې دغه کارونه ورسره یوځای وشي نو د ۲۰۱۳م کال ټاکنې به په مراتبو ښه وي.»

سپین غر پر دې ټینګار کوي چې د دغو اصلاحاتو پرته به په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ولسمشریزې ټاکنې هم د پخوانیو ټاکنو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

بل خوا یو شمېر کارپوهان بیا له حقوقي اړخه د ولسمشریزو ټاکنو رامخکې کول د افغانستان د اساسي قانون خلاف ګڼې او وايي چې ټاکنې باید پر خپل وخت ترسره شي.

د ولسې جرګې پخوانۍ غړې ملالۍ شینوارې په دې اړه دویچه ویلې ته وویل: « په اساسي قانون کې هره تقنېني دوره پنځه کاله ده، د ولسمشر موده هم پنځه کاله ده او د قاضی القضات دوره هم پنځه کاله ده، مونږ نه شو کولای چې په دې کې کمی یا زیاتی راولو.»

خو د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر یوه غړي سیامک هیروي دې نیوکو ته په ځواب سره وویل چې تراوسه په دې اړه کومه وروستی پریکړه نه ده شوې.

ښاغلي هېروي دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې وویل چې راتلونکو ټاکنو له پاره چې ولسمشر ئې په اړه څرګندونې کړي دي تراوسه کومه نیټه نه ده ټاکل شوې نو ځکه ئې د قانونيت او نه قانونیت پر اړوند څرګندونې هم تر وخته وړاندې خبري دي:

«کله چی یوه پریکړه وشي او یا هغه مهال چې د ټاکنو له پاره د اساسي قانون یا د ټاکنو د قانون د ټاکلې مودې څخه علاوه کومه بله نیټه وټاکل شي نو بیا هغه وخت کولای شو چې موږ ووايو چې دا د اساسي قانون پر خلاف ده یا د قانون سره موافقه ده، خو اوس په دې اړه هیڅ ډول فیصله وجود نه لري.»

سیامک هروي ډاډ ورکړ چې افغان ولسمشر به د افغانستان د اساسي قانون سره سمه پریکړه وکړي.

په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د ولسمشرې ټاکنې او له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، هغه دوه سترې مسئلې دي چې په اړه ئې اندیښنې راپورته شوي دي.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض