1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قاضيان: هيڅ ارگان د حکوم ماتولو توان نه لري

۱۳۹۰ مرداد ۲۳, یکشنبه

په کابل کي يو شمير برحالو قاضيانو، څارنوالانو او حقوق پوهانو د يوي غونډي په ترځ کي د انتخاباتو د لانجي د هوارولو په موخه د انتخاباتي شکايتونو د رسيدګۍ د ځانګړي محکمې له حکم څخه ملاتړ وکړ.

https://p.dw.com/p/12GG7
د ځانگړي محکمې رئيس صديق الله حقيق
د ځانگړي محکمې رئيس صديق الله حقيقانځور: dapd

هغوۍ وايي چي هيڅ ارګان د قضا د حکم پر وړاندي د دريدو صلاحيت او توان نه لري او که هره اداره يي د پريکړو د ماتولو هڅه وکړي دوی به په پوره قوت د هغوی په وړاندي اقدام وکړي.

د حکومت پلوه قاضيانو دغه دريځ په داسي مهال څرګنديږي، چي اوس ويل کيږي د ولسمشر کرزي د فرمان په باب د ټول ټاکنو خپلواک کمېسيون بابيزتيا ښکاره کړې ده.

په دغه فرمان کي چي د تيري چهارشنبي په ورځ خپور سو ولسمشر د ټول ټاکنو کمېسيون ته دنده وسپارله چي د انتخاباتو لانجه د حقوقي اړخه وڅيړي او د اختصاصي محکمي پريکړه پلي کړي.

د کابل د استيناف محکمې رئيس سيد رحيم وويل، چي د پارلمان غړي او نور ارګانونه چي موخه يې د ټول ټاکنو له کمېسيون څخه وه حق نه لري، چي له خپل صلاحيت پوره پريکړي وکړي او هر هغه پريکړه چي قضا کړي وي هغه به پلي کيږي.

په همدي حال کي د ټول ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري ويل سوي چي دوی نه سي کولای، چي د اختصاصي محکمي حکم کوم چي يي ولسمشر ورته د پلي کولو دستور ورکړي په بشپړه توګه ومني.

د دغه کمېسيون وياند تابش فروغ رسنيو ته ويلي، چي د ولسمشر دغه حکم به دوی تر مطالعي او څيړلو وروسته پلي کوي خو دوی مکلف نه دی، چي سل په سلو کي دغه دستور عملي کړي.

خو له بل لوري د معترضو کانديدانو د ټولني غړي داود سلطان زوي ويلي، چي د ولسمشر کرزي دغه دستور به هرو مرو او له لاس وهني پرته د ټول ټاکنو د کمېسيون له لوري پلي کيږي.

په دغه دستور کي ۶۲ نوي بريالي پيژندل سوي وکيلان د ۶۲ اوسنيو برحالو وکيلانو پر ځای پارلمان ته ور پيژندل سوي دي.

په دغه غونډه کي چي د کابل د حقوق پوهاانو، څارنوالانو او يو شمير قضاتو له لوري جوړه سوي وه د کابل د څارنوالي رئيس سيد شريف هم په پارلمان نيوکه وکړه.

هغه وويل چي د پارلمان غړي بايد د خپلو هغو خبرو څخه بخښنه وغواړي چي واي د انتخاباتو د لانجي په اړه جوړه سوې اختصاصي محکمه قانونيت نه لري، ځکه چي د پينځو تنو هغو لوړ پوړو قضاتو له لوري جوړه سوي چي اوس په حکومت کي قانوني مشروعيت نه لري.

سيد شريف وويل چي د قضا پينځه تنه هغه مشران لکه لوی څارنوال، قاضي القضات او د قضا د شورا ټول غړي قانوني کارکونکي دي او پارلمان هغوی ته د سپکو سپورو د ويلو او به وار وار د هغوی د استيضاح حق نه لري.

په همدي حال کي د ولسمشري ماڼۍ هم وايي چي د امريکا ولسمشر له خپل افغان سيال سره تيره ورڅ د يوه ويديويي کنفرانس په ترځ کي د انتخاباتي لانجي په اړه د ولسمشر کرزي د پريکړي هرکلی کړی دی.

د کرزي د ويندوي دفتر يوه غړي سيامک هيروي ويلي چي ولسمشر اوباما د کرزي دغه پريکړه يوه باتورانه او له ولسواکۍ څخه ملاتړ کونکي عمل وباله.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل