1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قاضي القضات: د قاضي په شتون کي خلک طالبانو ته مراجعه نه کوي

۱۳۹۰ دی ۵, دوشنبه

د افغانستان قاضي القضات وايي، چي په يو شمېر سيمو کي خلک د خپلو حقوقي مسايلو د هوارولو له پاره ځکه طالبانو ته مراجعه کوي، چي قضايي سيسټم د مسلکي کادرونو له سخت کمښت سر مخ دئ.

https://p.dw.com/p/13ZGx
د افغانستان ستره محکمه
د افغانستان ستره محکمهانځور: AP

قاضي القضات عبدالسلام عظيمي په کابل کي خبريالانو ته وويل، د افغانستان د قضايي سيسټم په ترکيب کي دمګړی۲۵۰۰ قاضيان په دندو بوخت دي، په داسي حال کي چي۵۰۰۰ قاضيانو ته اړتيا ده.

د عظيمي په وينا نا امني او د محاکمو، قاضيانو او څارنوالانو نه شتون هغه ستونزه ده چي ليري پرتو ولسواليو ته ئې د قانون د واکمنۍ د پراخېدو مخنيوی کړی دئ.

د افغانستان په قضايي سيسټم کي پر پراخ مالي فساد هم سخته نيوکه کيږي، ځکه نو خلک وايي چي په ډيرو کليوالي سيمو کي دوئ دا غوره بولي چي خپلي لانجې په طالبانو هواري کړي.

خو ښاغلي عظيمي دا ادعا مشروطه بولي او وايي په کومه سيمه کي چي امنيت وي هلته خلک حکومتي محاکمو ته خپلي لانجې ور وړي:

«په هغو ولسواليو کي چي حکومتي کنټرول نه شته خلک طالبانو ته مراجعه کوي، خو دا مثال څوک نه شي ورکولای چي په کومه سيمه کي چي قاضي، څارنوال او محاکم شتون ولري او خلک دي بيا د خپلو لانجو د هوارولو له پاره طالبانو ته مراجعه وکړي».

دا مهال په يو شمير زياتو ولسواليو کي حکومتي محاکم شتون نه لري او ډيري فيصلې د استيناف د محکمو له لوري د ولايتونو په مرکزونو کي کيږي.

ويل کيږي چي قاضيانو ته د ټوپک سالارانو او طالبانو له لوري ګواښونه هم د دې عامل کيږي چي يو شمېر دوسيې يا له يوه سره هواري نه شي او يا ئې هم په هوارولو کي قاضيان د سيمه ييزو جنګ سالارانو تر اغيز لاندي نه وي.

افغان دولت وايي چي دوئ اوس پر دي کار کوي چي ډيري محکمې په علني توګه تر سره شي.

د قاضي القضات په وينا، چي علني محکمې ډيري اغېزناکي دي، ځکه له يوه لوري د قاضيانو د پوهي کچه لوړوي او له بل لوري د نړۍ په کچه اوس له همدې ميتود څخه کار اخيستل کيږي.

د افغانستان د ستري محکمې شمېرې ښيي چي د ملک د قضايه قوې د غښتلي کولو له پاره ورسره د امريکا د متحده ايالتونو، اروپايي ټولني او ايټاليې هيواد تر اوسه پوري په سلګونو يمليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده.

دمګړی پر دې هم کار روان دئ چي د افغانستان د څو لسيزو زوړ قضايي سيسټم په نوي واوړي، چي د دې چاري په بشپړېدو سره به له قضايي اړخه موجودي ستونزي تر ډيره هواري شي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل