1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«قاضیان باید تر هرچا زیات د هیواد خدمت وکړي»

۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل چې قاضیان باید په هېواد کې تر ټولو زیات د عدالت غوښتونکي وي. د هغه په وینا افغان دولت باید قاضیانو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي خو هغوی باید هم تر هر چا زیات د هېواد خدمت وکړي.

https://p.dw.com/p/15ZPK
انځور: DW

دا څرګندونې افغان ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې پر ورځ (۲۰۱۲ کال د جولايي ۱۸مه) په کابل کې د ښځینه قاضیانو د ټولنې پرانیست غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

د نوموړي په وینا که چیرې په دولت کې د پولیسو په ګډون هر چارواکی تېروتنې وکړي، نو ښايي چې جبران شي خو د قاضیانو تیروتنې هیڅ وخت نه شي جبران کېدای:

«د افغانستان قاضیان باید ترټولو پاک نفس لرونکي او عدالت غوښتونکي کسان وي، ځکه که پولېس تېروتنه وکړي او آن که ډاکټر تېروتنه وکړي نو ښايي چې جبران شي، خو د قاضي تېروتنه به نه جبرانیدونکي پایلې له ځان سره ولري.»

د هغه په وینا له کومې ورځې چې ولسمشر شوی دئ د قاضیانو په چارو کې ئې لاسوهنه نه ده کړې بلکې دغه ارګان ئې په بشپړه توګه خپلواک پرې ایښی دئ خو خپلواکي هم دروند مسؤلیت له ځان سره لري.

دغه راز، دې مراسمو ته د افغانستان قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظیمي، هم وینا وکړه او د ښځینه قاضیانو د ټولنې جوړېدل ئې په قضايي څانګو کې د سترې محکمې ترټولو ستره بریاوبلله.

هغه وویل د دې ټولنې په جوړېدو سره به د تیرو څو کلونو هغه ستونزې هوارې شي چې په ښځینه قضايي څانګو کې قضا ورسره مخامخ وه. نوموړي د ښځینه قاضیانو د ټولنې رامنځته کېدل، د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ او بې ساری ګام وباله:

«له دې ټولنې څخه به د هېواد په قضايي تاریخ کې د لومړي ځل له پاره ښځینه قاضیانې د کاري او علمي ظرفیتونو د لاپرمختګ په موخه ګټي واخلي.»

په افغانستان کې وروسته له هغې د ښځينه قاضیانو ټولنه رامنځته کیږي چې د بن په لومړني کنفرانس کې د افغانستان له پاره په بشپړه مانا د یوې بې پرې عدلي او قضايي سیستم د جوړیدو هوډ شوی وو، خو لا هم په دې برخه کې هغه ډول چې ښايي اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي.

ډيری افغانان د عدلي او قضايي سیستم کړنو ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې په دغه سیستم کې پراخ فساد موجود دئ. خو د سترې محکمې رئیس ښاغلي عظیمي په دغه غونډه کې ژمنه وکړه چې په قضايي څانګو کې به د فساد د مخنیوي له پاره اړین ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو زیات شمېر ولسوالیو کې لا هم قضايي څانګې فعالي نه دي .

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض