1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قاچاقبرانو په کوچنۍ الوتکه کي مهاجر ايتاليا ته لېږدول

۱۳۹۴ اسفند ۲۸, جمعه

انساني قاچاقبران اروپايي هيوادونو ته د مهاجرو د انتقال له پاره نوي تخنيک ته لاس رسی موندلی. د يونان پوليسو داسي انساني قاچاقبران نیولي دي چي په لسونو مهاجر ئې په يوماشينه الوتکه کي ايتاليا ته انتقال کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IFnj
يو ماشينه الوتکه
انځور: DW/Maksim Nelioubin

د جرمني د «شپېگل انلاين» د معلوماتو له مخي، د يونان پوليس توانېدلي دي چي د دغه هيواد په لوېديځ مزولوگني ښار کي د انساني قاچاقبرانو يوه ډله ونيسي.

دغه ډله توانېدلې ده چي د تېرکال له سپتمبر مياشتي راهيسي تر اوسه پوري ۱۲ مهاجر په يوه يو ماشينه الوتکه کي ايتاليا ته ولېږدوي.

د يونان پوليسو اعلان کړی دئ چي يو پيلوټ ئې په داسي حال کي نيولی دی چي په الوتکه کي ئې ۷ عراقي مهاجر سپاره کړي ول او غوښتل ئې ايټاليا ته ئې ورسوي. تر دې وروسته د دغي ډلي ۹ غړي نور هم ونيول سول.

په نيول سوو کسانو کي يو هم د دغه ښار (مزولوگني) پخوانی ښاروال دئ. ويل سوي دي چي د دغي ډلي مشر يو ۴۷کلن عراقی دی.

دغي ډلي په تيرو مياشتو کي په آتن او شاوخوا سيمو کي له مهاجرو سره ليدل او هغوی ته ئې خپل خدمات وړاندي کول. د يونان د پوليسو د معلوماتو له مخي په دغه الوتکه کي ايتاليا ته لېږدېدونکو مهاجرو بايد هره يوه له ۴۵۰۰ تر ۷۵۰۰ يورو پوري ورکړی وای.

د انساني قاچاقبرانو دغي ډلي په څو مياشتو کي ۴۰۰ زره يورو گټه کړې وه.

له هغي وخت راهيسي چي مقدونيا له يونان سره خپل سرحدونو تړلي دي، اروپا ته د هوا له لاري قاچاقي رسېدو غوښتني ډيري سوي دي. د معلوماتو له مخي يوازي په تيرو دوو اونيو کي دغي کوچنۍ الوتکي درې واري ايټاليا ته مهاجر انتقال کړي دي.

د يونان پوليسو الوتکه نيولې ده او پر هغه سربيره ئې له انساني قاچاقبرانو سره ۳۴ زره يورو، ۷۰۰ گرامه د بنگو بوټي (ماري جووانا) او يو لړ نورو مهمات او دوه موټره نیولي او ضبط کړي دي.

د يونان پوليس اوس د دغي ډلي په نورو غړو پسې گرځي چي درې کسان ئې ايتالويان او يو يونانی دئ.