1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قریشي: د هند له خوا پر پاکستان د یوه بل بريد ویره موجوده ده

۱۳۹۸ فروردین ۱۸, یکشنبه

د اسلام آباد له حکومت سره داسې اطلاعات موجود دي چې کیدای شي په راتلونکو ورځو کې د هند له خوا پر پاکستان یو بل بريد وشي. دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوه خبري کنفرانس ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/3GQ2Z
Pakistan Shah Mehmood Qureshi, Außenminister
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپل پلرني ټاټوبي ملتان کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال اندیښنه څرګنده کړه چې د هندوستان له خوا پر پاکستان د یوه بل بريد ګواښ موجود دی.

قریشي وویل چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي د خپلو اندیښنو په اړه خبر کړي دي، څو نړیواله ټولنه د داسې کومې هڅې د مخنيوي په برخه کې خپل رول ولوبوي، ځکه په خبره یې دا ډول هر اقدام کیدای شي د سیمې امنیت او ثبات ته ډیر زیان ورسوي.

د هغه په خبره پاکستان له ځان څخه د دفاع حق لري، او د هند له خوا به د داسې «حماقت» سخت ځواب ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د فبرورۍ میاشتې په ۱۴ نیټه، د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې د موټر په وسیله د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د هند د امنیتي ځواکونو تر ۴۰ ډير غړي ووژل شول.

Indien Pulwama - Anschlag auf Bus an der Autobahn Srinagar-Jammu
د پلوامه په برید کې د هند د امنیتي ځواکونو تر ۴۰ ډير غړي ووژل شول. انځور: IANS

د دې برید مسئولیت په پاکستان کې موجودې منع کړای شوې ډلې جیش محمد منلی وو. هند د دې برید په غبرګون کې د همدې میاشتې په ۲۶ نیټه د پاکستان د بالاکوټ سیمې ته نږدې هوایي برید وکړ او ادعا یې وکړه چې په دې برید کې یي د جیش محمد ډلې روزنیز مرکز په نخښه کړی دی.

خو پاکستاني چارواکو او رسنیو وویل چې هندي الوتکو پر یوې دښتې بمونه غورځولي دي او په دې برید کې هیڅ چاته مالي او ځاني تاوان نه دی اوښتی.

د دې برید په ورپسې ورځ (د فبرورۍ میاشتې په ۲۷ نیټه) پاکستاني جنګي الوتکو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې عملیات وکړل. په همدې ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا د هند یوه الوتکه هم د پاکستان په فضایي قلمرو کې رانسکوره کړای شوې وه او د هغه پیلوټ ابهي نندن، یې نیولی وو. خو دوه ورځې وروسته یې دغه پیلوټ بیرته هند ته وسپاره. پاکستان وویل چې دغه اقدام یې د سولې په نیت کړی دی.

Pakistan India
پاکستان دوه ورځې وروسته هندي پیلوټ ابهي نندن بیرته هند ته وسپارهانځور: picture-alliance/AP Photo/B.K.Bangash

هندي چارواکو ادعا وکړه چې ابهي نندن د پاکستان یوه آف۱۶ ډوله الوتکه هم را غورځولې وه، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې وه.

څو ورځې مخکې یوې امریکایي ورځپاڼې د دې خبر په تائیدولو سره د امریکا د دفاع وزارت په حواله ولیکل چې امریکایي چارواکو په پاکستان کې د آف ۱۶ ډوله الوتکې شمیرلي دي او هغه ټولې پوره دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې خبري غونډه کې انديښنه څرګنده کړه چې د دې له پاره چې پر پاکستان د تیري کولو له پاره جواز پيدا کړي، ښايي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د «پلوامه پيښې» ته ورته کومه بله داسې پيښه هم رامنځ ته شي. دا چې د دې جملې پيغام څه دی، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير البته په دقيق ډول ونه ويل.

Awan Afsar/ ش. ن