1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

010908 Kasachstan Deutschland

۱۳۸۷ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

په دې وروستيو کلونوکې له اقتصادې پلوه کومو هیوادونو ته چې د آلمان زياته باملرنه ورته اوښتې، يو هم قزاغستان دې چې د اومه موادو له نظره يو شته من هيواد بلل کيږې.

https://p.dw.com/p/F9vz
په قزاقستان کې دير تيل او گاز شته
په قزاقستان کې دير تيل او گاز شتهانځور: picture-alliance/ dpa

د مرکزې آسيا دغه هيواد ته د آلمان د بهرنيو چارو د وزير شتاين ماير اود اقتصادې چارو د وزير ګلوس د سفرنه وروسته نن د آلمان د دولت مشر هورست کولر هم دغه هيواد ته، چیرته چې د لسم ځل د پاره د آلمان د اقتصادې ورځې غونډه جوړیږې، سفر کوې.

قزاغستان په کافې اندازه تيل او ګاز لرې او آلمانان هم غواړې چې د دغه هيواد د تيلو او ګازو به معاملو کې ونده واخلې.

د قزاکستان مرکز استانه
د قزاکستان مرکز استانهانځور: Stefano Grazioli


د آلمان په اقتصادې پاڼو کې همدا اوس له دې څخه خبرې کيږې چې په راتلونکې کې به قزاغستان آلمان ته د تيلو مهم صادر کونکې هيواد وې . او په رښتيا سره هم په قزاغستان کې د تيلو او ګازو سترې زيرمې شته دې او همدا اوس د آلمان د تیلو پنځمه برخه د قزاغستان څخه راځې . خو هسې چې ويل کیږې، ښايې د قزاغستان د تيلو په معاملو باندې د ګورجستان بحران او به ګورجستان کې د روسيې پوځې عملیاتومنفې اغيزې ولرې. په دې اړوند د آلمان د اقتصادې چارو په وزارت کې د بهرنې سوداګریو د چارو کارپوه Karl - Ernst Brauner وايې چې:
اروپا ته د قزاغستان د تيلو او د ګازود صادرولو د پرمختيايې پروژوپه پلانونو کې يو لړ خنډونه رامنځ ته شوې دې. د آلمان د اقتصادې چارو په وزارت کې ويل شوې چې خبره په دې باندې ده چې قزاغستان به تر کومه حده پورې وشې کړاې د روسيې اود اروپا ترمنځ پخپلو اړیکو کې انډول وساتې .

تراوسه خو د قزاغستان تيل اروپا ته د روسيې د پايپ لينونو له لارې پرته د هرډول ستونزو څخه راځې او هيڅ ډول ستونزې ندې رامنځ ته شوې . خو خبره دلته دا ده، چې آلمان غواړې خپل تيل او ګاز دبيلا بيلو منابعو څخه تهيه کړې .

دا به د آلمان د پاره ښه واې که چيرې له قزاغستانه څخه تيل او ګاز دداسې يوه پايپ لاين له لارې دغه هيواد ته راغلې واې چې د روسيې په پايب لاين پورې نه وای تړلاې . خو دا لا تراوسه نده څرګنده چې داسې يو پايپ لاين به څه وخت وغزول شې . کوم پايپ لاين چې د کاسپين د سمندرګې له لارې بايد د اروپا په لور وغزول شې ، بايد له هغه سره هغه هيوادونه موافقه وکړې چې د روسيې ګاونډې هيوادونه دې .

او له بله پلوه دغه نوې لاره چې پايپ لاین به پرې وغزول شې، بياهم داسې يوه ترانزيتې لاره نشې بلل کيدلاې چې هيڅ ډول خطر به ونلرې. مثلا آذربايجان، ارمنستان، ګورجستان، ايران يا حتې افغانستان.

د آلمان اقتصاد وزير ميخايل گلوس په استانه کې
د آلمان اقتصاد وزير ميخايل گلوس په استانه کېانځور: picture-alliance/ dpa

د آلمان د اقتصادې چارو به وزارت کې د بهرنې اقتصادې چارو کار پوه Karl -Ernst Brauner د13 متصديانو سره يو ځاې قزاغستان ته د المان د ولس مشر هورست کولرسره د سفر ملګرې دې .

نه يواځې دتيلو ، ګازو او د ډبرو د سکرو څخه ، بلکې ددغه هیواد دنورو موادو لکه مس، قلعی، ثرب، سپین زر او اورانيوم څخه هم ګټې اخيستل شوې .

په روان وخت کې لږ تر لږه 200 آلمانې تصديو په قزاغستان کې نمایندګې لرې .

قزاغستان ته د آلمان د ولس مشر د سفر په وخت کې به د نيم ملیاردو يورو په اندازه تړونونه لاس لیک شې. چې په دغه پروژو کې به علمې او تخنیکې پورژې هم شامل وې.