قطر سعودي عربستان سره د مذاکراتو پيل تائيد کړ
۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبهد قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د دسامبر ۶مه) تائيد کړه چې هیواد ېې د فارس خليج څنډې هيوادونو، په ځانګړې توګه له سعودي عربستان سره د ستونزو د هوارۍ په موخه مذاکرات ترسره کړي دي. د قطر د بهرنيو چارو وزیر، رياض ته د خپل سفر او د سعودي عربستان له چارواکو سره د ليدو کاتو په اړه، له معلومات ورکولو ډډه وکړه.
عبدالرحمن د دغو مذاکراتو په اړه وويل: «موږ له دغه بن بست څخه يو څه لرې شوي يو، حتی تر دې چې اوس د هيوادونو تر منځ، په ځانګړې توګه سعودي عربستان سره مخامخ مذاکرات ترسره کيږي.»
د قطر د بهرنيو چارو وزير، تائيد کړه چې هیواد ېې تر اوسه د سعودي عربستان په ګډون د نورو هيوادونو له چارواکو سره په کراتو په مختلفو ځايونو کې غوندې ترسره کړي دي. هغه د «مديترانې کنفرانس» په څنډه کې وويل چې قطر هیله مند دی چې دغه مذاکرات وشي کړای اختلافات پای ته ورسوي.
سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او مصر، د ۲۰۱۷م کال په جون مياشت کې قطر له تروريزم څخه په ملاتړ او د مالي سرچينو پر برابرولو تورن کړ او پر دغه هيواد يې سیاسي او اقتصادي بنديزونه ولګول. دغه اقدامات د يو سیاسي بحران د رامنځ ته کيدو لامل وګرځيدل.
دغو هیوادونو همدا راز قطر تورن کړ چې له ایران سره چې د سعودي عربستان اصلي دښمن دی، نژدې اړيکې برقراره کړي او له تروريزم څخه ملاتړ کوي. قطر بيا دغه تورونه په کلکه ردوي.
د قطر د کورنيو چارو وزير، د سعودي عربستان په اړه تازه څرګندونې د فارس خليج د همکارۍ شورا د غړو هيوادونو د غونډې په درشل کې کړي دي. د عربستان پاچا ملک سلمان، د قطر له امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني ته په دغې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده. په پام کې ده دغه غونډه د سه شنبې په ورځ (د دسامبر ۱۰مه) په رياض کې جوړه شي.