1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قندهار: معیوبین پر دولت د مرستو غږ کوی

۱۳۹۰ خرداد ۵, پنجشنبه

په قندهار ولایت کی ډیر شمیر معیوبین وایی چی د دوی سره لا تر اوسه دولت او یا هم نورو مرستندویو موسسو مرستی نه دی کړی. دا په داسی حال کی ده چی دولتی چارواکی وایی د معلولینو او معیوبینو لپاره یی ځینی پروژی په لاره اچولی

https://p.dw.com/p/11Oj2
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: DW

دغه معیوبین وایی چی یوازی د ګوتو په شمار ملی سوداګرو دوی سره ځینی مرستی تر سره کړی دی. دوی پر دولت د مرستو غږ کوی او وایی چی که دوی سره مرستی ؤ نه شی نو دوی به د لا ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان شی.

د قندهار په ولایت کی یو تن معیوب وایی چی دی اوس د ژوند لومړنی ضروریاتو ته هم لاسرسی نه لری. دغه معیوب وګړی زیاتوی چی د ده د معیوبیت له وجی ده ته څوک کار هم نه ورکوی.

دکندهار د کار او ټولنيزو چارو ريس، رفيع الله مجددي، وایی چی دولت تر یو حد پوری د معیوبینو د ستونزو د حلولو کوښښونه کړی دی. دی زیاتوی چی د نورو مرستو تر څنګ یی په قندهار کی معیوبینو ته د حرفی د زده کړی یو کورس په لاره اچولی.

دکندهار دکار او ټولنيزو چارو ريس همدا راز وایی چی په دغه ولایت کی څه نا څه 20000 معیوبین ژوند کوی چی یوازی 7000 یی د دولت سره ثبت شوی دی.

دا په داسی حال کی ده چی په تول افغانستان کی معیوبینو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه ډیر ځلی لاریونونه په لاره اچولی دی.

قندهار د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چی له ډیری مودی را په دیخوا په کی جګړی روانی دی. دغو جګړو ډیر شمیر د دغه ولایت اوسیدونکی معیوب کړی.

په افغانستان کی اږدو جګړو ډیر شمیر معیوبین پرځای پريښی. دغه وګړی اوس په تولنی کی د ډيرو ستونزو سره مخامخ دی.

دویچه وله/ اسلمی
کتونکی: مسعود جهش