1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قومي مشرانو او فرهنګي ټولنو د کندهار د والي کوښه کېدل ناسم کار بللی

۱۳۸۷ آذر ۱۵, جمعه

تيره ورځ په کندهار ښار کي يو شمېر قومي مشرانو او ګڼ شمېر فرهنګي ځوانانو په يوې احتجاجي غونډه کي د کندهار د والي رحمت الله روفي کوښه کيدل ناسم کار وبلی.

https://p.dw.com/p/G9wX
کندهاري ځوانان
کندهاري ځوانانانځور: DW

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو ددې غونډي د يو تن ګډونوال د بېنوا فرهنګي ټولني مشر ښاغلي عبدل احمد محمديار سره يوه مرکه کړې، او د غونډې په اړه يې نور معلومات ځني غوښتي.

محمديار: ددې غونډي دجوړېدو څخه هدف دا وو چي دکندهار والي د دولت لخوا په ناڅاپي توګه له دندي څخه ليري سو او دولتي چاروکو يې په هکله تراوسه کوم دليل نه دی ويلي،د غونډي ګډونوالوپردغه بدلون باندي نيوکه وکړه، دوی دا وويل هغه څوک چي په رښتنې توګه کار او خدمت کوي هغه د کاره ليري کيږي او هغه څوک چي د ملي ارزښتونو او دخلکو ارمانونو ته وفادار نه وي هغه بيا په کلونو کلونو حکومت کوي، پدې غونډه کي چي مقدماتي شکل يې درلود تصميم ونيول سو چي دا موضوع به جدي نيول کيږي او په تعقيب به يې نوري غونډي هم جوړيږي او له دې طريقه به دولت تر فشار لاندي راستل کيږي.

دويچه ويلي :ځيني شنونکي داسي انګيري چي دکندهار والي رحمت الله روفي به د هغو دوو لويو پيښو له کبله ليري کړل سوی وي چي د ده د کار په موده کي په کندهار کي رامنځ ته سوې، چي يوه يې په ميوند کي د لسګونو ځوانانو ډله ايزه وژنه او بله هم هغه پېښه چي د ښځينه زده کوونکو پرمخونو باندي تيزاب وپاشل سول تاسو څه فکر کوی چي همداسی به وي ؟

محمديار: يا زما په نظر باندي داسي پيښي هيڅکله ددې لامل نه سي کيدای چي يو والي دي ليري کړل سي، ځکه که يې دا لامل وايی نو دولت به په روښانه توګه ويلي وايی نه به يې پټولای، ټولو ته معلومه ده تر دغه والی په مخکنۍ دوره کي تردې ډيري دردوونکي پيښي او تردې ډيري تباه کوونکي پيښي رامنځ ته سوې، نه يوازي دا چي پخوانی والی له دندي نه سو ګوښه بلکي امتيازات يې ډيريدل.

دويچه ويلي : د دندي څخه د ګوښه سوي رحمت الله روفي، او دکندهار دپخواني والي اسدالله خالد په کاري بهير کي څه توپیر تاسو احساس کړی دی ؟

محمديار: ددغه والي او پخواني والي ترمنځ توپير ډير روښانه او څرګند وو زه فکر کوم چي ښاغلی روفي، به په همدې خاطر له دندي هم ګوښه سوی وي، ټولو ته معلومه ده په کندهار کي د تيرو اوو کلونو په موده کي دلته ځيني زورواکان په غيرقانوني توګه حاکمان دي، هر والي چي دلته راځي هغه بايد ددوی دګټو لپاره کار وکړي اوکوم والي چي ددوی دګټو لپاره کار نه کوي هغه بايد ليري کړل سي، مخکنی والي هغه وخت د ځينو زورورو د شخصي ګټو دپاره کار کاوه، د هغو ساتنه يې کوله،خلکو ډيري نارې ووهلې هيڅ چاه يې ږغ وانه وريدی نه د افغانستان حکومت او نه هم نړيوالي ټولني، بلاخره دغه فساد يوه داسي عوج ته ورسيدی چي نړيواله ټولنه يې هم اغيزمنه کړه، چي يو مثال يې دکاناډا هيواد د بهرنيو چارو د وزير تندي خبري او په دې اړه شکايت کړی و، نوموړي هغه مهال دکندهار په هوايي ډګر کي خبريالانو ته په ډيره ښکاره توګه ويلي وه چي اسدالله خالد دلته دفساد جرړه ده چي په همدې خاطر دولت مجبور سو چي له دندي يې ليري کړی. او کله چي رحمت الله روفي، دکندهار د والي په توګه راغی هغه ژمنه وکړه چي دی به يوازي د خلکو دپاره کارکوي او هيڅ چاه ته به د مداخلې اجازه ورنکړي او همداسي هم وسوله نو د يادو سوو واليانو کاري بهير ترمنځ دغه توپير موجود وو.

دويچه ويلي : تاسو، دجوړي سوي غونډي برخوال او دکندهار خلک ستاسو په فکر په دغسي حالاتو کي د دولت څخه څه غوښتنه لری؟

محمديار: دغونډي ټولو برخوالو د اوسني دولت د کمزوري ادارې ناقانونه کړنو ته ګوته نيوله، چي په نړيواله کچه يي د ناکامۍ يادونه کيږي، له بده مرغه د خلکو هيلي بيخي له منځه تللي دي. ددې ادارې څخه خو بيا هم موږ او ټول دقانون د پلي کيدو غوښتونکي يو، هغه څوک چي په رښتيا سره قانون پلي کوي هغه په ټوکو سره له دندي ليري کيږي او هغه څوک چي هيڅ اهليت نه لري او ګڼ شمېر جنايتونه يې کړي وي اوس هم په کلونو کلونو حاکمان دي،چي دا معامله ډيره سرچپه روانه ده، دخلکو دپاره دا ډيره د خواشينۍ وړ خبره ده، خلک غواړي چي کار دي په رښتياسره اهل کسانو ته وسپارل سي او غوښتنه يې داده چي پخوانی والی چي په رښتيا سره يې د خلکو دپاره کار کولو ته ملا تړلې وه بيرته په دنده وګمارل سي.