1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قیوم کرزی: په هيواد کي د سولي لار جرګې دي

۱۳۹۰ شهریور ۲۳, چهارشنبه

د ولسمشر حامد کرزي مشر ورور، قيوم کرزى، وايي ترهغو پوري به په هيواد کي د سولي خوند نه وي چي پښتانه په خپل منځ کي سره را ټول نه سي، مشرتابه معلومه نه کړي او یو ځل بیا جرګې ومرکې راژوندۍ نه کړي

https://p.dw.com/p/12ZH2
آرشیف انڅور
آرشیف انڅورانځور: AP

قیوم کرزی وايي، چي د جرګو له لارې کیدای سي چې د سولي پروسې سره هم مرسته وسي. او د حکومت مخالفینو څخه وپوښتل سي، چي ولي دغه جګړه ترسره کوي او خپل ورونه وژني؟:

«تر هغو چې پښتانه په خپل عنعنوي شکل خپل مشرتابه معلوم نه کړي او سره راټول نه سي او د خپل ورور سره چي پر ماشه باندي يې لاس دى، دا و نه پښتي چې ټک پر څه کوي اوهدف دي څه دى؟ ترهغو پوري د سولي راتګ ستونزمن دی.»

قيوم کرزي دغه خبري د کندهار ولايت په ليري پرته ولسوالۍ، خاک ريز، کي د ولسي خلګو يوې لويي غونډي ته وکړي.

په دغه غونډه کي د سولي د عالي شورا د دارلانشا مسؤل، معصوم ستانکزي، هم راغونډو سويو خلکو ته په خپلو خبرو کي تاريخ ته په اشارې سره وويل:

«د تاريخ په اوږدو کي ثابته سوې ده، چي د جګړې ډګر افغانانو په سرو وينو ګټلى لاکن کوم وخت چي د روغي جوړي سمون او خبرو وار راغلى نو بيا يي دا ستره ګټه له لاسه ورکړې ده او د جګړو ترخې تجربې ته يې بيا مخه کړې ده چي دا دى تر اوسه پوري هيواد او هيوادوال په سرولمبوکي کړيږي.»

ستانکزي پر کندهاريانو په ځانګړي ډول د خاکريز ولسوالۍ پر خلکو ږغ وکړ چي له دې طلايي چانس څخه ډېره ګټه پورته کړي او نړيوالو ته وښيې چې افغانان نه يوازي د جګړې بلکي د سولي اتلان هم دي.

«متاْسفانه د تاريخ په طول کي افغانانو په توره ګټلې ده خو کله چي د خبرو، مذاکرې او بحث خبره راغلې ده دوى د هغه څخه ګټه نه ده ترلاسه کړې. بايد موږ هغه ترخه تجربه سره تکرار نه کړو. دغه د سولي هلي ځلي چي په لاره اچول سوي دي د دې معنی دا ده چي دا غوټه د غاښ پرځاى په لاس خلاصه کړو.»

په سهيلي حوزه کي د ميشتو نظامي ځواکونو د همږغۍ مسؤل، اسدالله خالد، د سولي را پيل سوى بهير د ټولو هيوادوالو په ګټه ياد کړ او زياته يې کړه چې د دې بهير موخه دا ده چي په هيواد کي د سولي فضا رامنځ ته شی او ټول هيوادوال له يو او بل سره څنګ ترڅنګ په خوښۍ خپل ژوند مخته روان کړي.

د سولي د عالي شورا د دارالانشا مسؤل، معصوم ستانکزي، د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل چي که افغانان يو او بل سره پخلا او د سولي په فضا کي ژوند وکړي، نو هيڅ باندني ته اړتيا نسته چي دلته د مېلمه يا همکار په نامه پاته سي ځکه افغانان به خپلي ستونزي خپله حلوي.

دا لومړى ځل دى چي د سولي دعالي شورا غړي او نور لوړپوړي چارواکي له کندهار ښار څخه نژدې 70 کېلومټره ليري د خاکريزولسوالۍ ته سفر کوي اوهلته له ولسي خلکو څخه هيله کوي چي د ټول هيواد په کچه د سولي د راپيل سوي بهير ملاتړ وکړي او له دې لاري د هيواد خدمت کولو ته لستوڼي راپورته کړي.

دویچه ویله/ ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش