1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاريون کونکو د پکتيا کابل لويه لاره بنده کړې ول

۱۳۸۹ آذر ۸, دوشنبه

د پکتياولايت څخه ولسي جرګې ته نوماند پاچا خان ځدراڼ او پلويانو يې يو ځل بيا د خوست او پکتيا ولايتونو تر منځ کابل ته عځيدلې لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ول.

https://p.dw.com/p/QKgq
پاچاخان ځدراڼ د لاريون پر مهال
پاچاخان ځدراڼ د لاريون پر مهالانځور: DW

لاريون کوونکو ددغه لويي لاري دواړه غاړوو ته په سلګونه موټر چي په زرګونه کسان پکښي ناست د تلو اجازه نه ورکوله او ګواښ يې کاوه چي که رايي په سيستم کي داخلي نسي او يا ټاکني دوهم ځل ترسره نسي، نو دغه لويه لاره به په دومدار توګه بنده ساتي.

د خوست او پکتيا تر مينځ کابل ته عځيدله لويه خامه لاره د وزي ځدراڼو په سيمه کي د بادشاه خان ځدران د پلويانو لخوا تړل سوې او د ټاکنو وروستۍ پريکړي يي يو طرفه بللې.

دوی وايي چي د ځدارڼو په غرنۍ ولسوالۍ کي څلور ديرش زره کسانو د رايي اچوني کارتونه ترلاسه کړي، خو د ټاکنو دفتر ورته يوازي د رايي اچوني اته زره پاڼي راستولي وې.

د لاريون کوونکو په خبره که څه هم له يوي خوا يي په زرګونه کسان د رايي اچوني څخه محروم سول، خو له بلې خوا د سر په قيمت يې د ګڼو تهديدنو سره سره اته زره رايي وکارولې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ددې پرځاى چي ددوی رايي وشميرل سي قرنطين يې کړې.

د لاريون له امله په ياده غرنۍ سيمه کي په سلګونه موټر چي د عاجلو ناروغانو، مېرمنو او ماشومانو په ګډون تازه حاجيان چي د حج د فريضې د اداکولو وروسته خوست ته رارون ول هم د زرګونو کسانو په مينځ کي بند پاته ول.

پاچاخان ځدراڼ چي اوس د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لخوا په ټاکنوکي ناکام اعلان سوى د خپلو خلکو د حقوقو د غوښتني ترڅنګ د لوى څارانول د پريکړي څخه ملاتړ اعلان کړی او پر ولسمشر حامدکرزي يې ږغ کړی که نوى پارلمان ده هم تايد کړی نو د ډيرو پښتون ميشتوسيمو او په ځانګړی ډول د لويي پکتيا شته ملاتړ به د لاسه ورکړي.

په پکتيا او خوست ولايتونو کي دغه لاريونونه د تيرو دريو ورځو راهيسي پداسي حال کي روان دي، چي تيره ورځ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور رسنيو ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ به نوو برياليو نوماندانو ته بريالي ليکونه ورکړل سي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل