1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

لاهور کې چاودنې لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۵ اسفند ۵, پنجشنبه

د پاکستان په لاهور ښار کې یوه چاودنه شوې ده. د چارواکو په وینا په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او نور دیرش تنه ټپیان شوي دي. ځیني خبري آژانسونه د وژل شوو کسانو شمیر اووه تنه ښيي.

https://p.dw.com/p/2Y7S0
Lahore Pakistan Anschlag
انځور: Getty Images/A.Ali

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې چاودنه د «ډیفنس» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده چیرې چې سهار مهال خلک د سودا اخیستو له پاره ورځي. خو ویل کیږي چې په دغه ځای کې ځینی دفترونه هم موقعیت لري.

د فرانس پرس خبري آژانس د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو د ویاند نایاب حیدر، له قوله لیکلي دي: «دا یو بمي برید وو.» د ژغورنې ډلې ویاندې دیبا شهناز د مرگ ژوبلې دغه ارقام ورکړي دي. په تلویزوني انځورونو کې سوځیدلې ودانۍ او یو شمیر موټرې چې ښيښې یې ماتي دي ښوول شوي.

په ډیفنس هاوسنگ اتارټي، نومې سیمه کې عصري دوکانونه، کافې او نور پلورنځي شته. دغه برید یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې پوځ په ټول هیواد کې د ترهگرۍ ضد عملیاتو د تر سره کیدو اعلان وکړ. دغه اعلان په پاکستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو په تعقیب تر سره شوی چې په تیرو دوو اوونیو کې یې د ۱۳۰ کسانو ژوند واخیست.

په دغو پیښو کې د فبرورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه د لاهور برید او همداشان تر هغې وروسته په سندهـ ایالت کې په یوه زیارت کې ځانمرگی برید هم شامل دی چې ۹۰ تنه پکښې وژل شوي وو. د دغو بریدونو مسوولیت د پاکستاني طالبانو یوې جلا شوې ډلې او داعش پر غاړه اخیستی وو.

کابل او اسلام آباد پر یو بل باندې یاغیانو ته د پټنځایونو د ورکولو تور لگوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې د ورځې په عادي مطبوعاتي کنفرانس کې دغه برید وغانده او ویې ویل: «دښمن په افغانستان کې له گډوډیو څخه گټې اخلي، څو د پاکستان په خاوره بریدونه وکړي.» افغانستان لا په دې هکله کوم غبرگون نه دی ښوولی.

پاکستان په دغه هیواد کې د وروستیو ترهگري بریدونو وروسته د شکمنو تندلارو پر ضد د سختو گامونو اخیستو خبره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د پولې په اوږدو کې یې په تیرو څو ورځو کې د یاغیانو پر پټنځایونو باندې د بریدونو په پایله کې په لسگونو «ترهگر» وژلي دي. د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ د نوي عملیاتو د پیلیدو اعلان وکړ.

کارپوهان په دې آند دي چې پوځ په دې هڅه کې دی چې د عملیاتو په تر سره کولو سره له یوه ځای څخه بل ځای ته د یاغیانو تگ راتگ محدود کړي.

د دفاعي چارو کارپوه مسعود طلعت له فرانس پرس سره په خبرو کې ویلي دي: «دغه عملیات به اصلا په پنجاب ایالت کې د یاغیانو پټنځایونه په نخښه کړي او د هغوی تگ راتگ به محدود کړي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.10.2016):