1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف: افغانستان ته عسکر نه لېږو

۱۳۹۱ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هغه اوازې رد کړې، چي گويا د عمومي امنيت تړون غړي هيوادونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته سوله ساتی ځواک ليږي.

https://p.dw.com/p/16MmW
انځور: Reuters

سرگي لاورف په مسکو کي خبريالانو ته وويل، چي د غه تړون هم لکه د شانگهای سازمان تړون يوازي د غړو هيوادونو په چوکاټ کي ستونزو ته کتنه کوي:

«په دې اړه نه خبري سوي دي او نه هم کيږي. دا اوازې دي د داسي یو ماموريت پر سرباندي چي له غړو هيوادونو څخه د باندي وي هيڅ فکر نه دئ سوی.»

د سه شنبې په ورځ وختي سهار خبري آژانسونو داسي راپورونه خپاره کړل چي گويا د عمومي امنيت تړون وايي، چي له افغانستان څخه د ايساف ځواکونو تر وتلو وروسته کيدای سي، چي دغه هيواد ته د دغه تړون سوله ساتي ځواکونه ولېږل سي.

د قزاکستان په پلازمېنه الماتا کي د دغه تړون د مشر مرستيال واليري سيميريکوف وويل، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل هر وخت زموږ د تړون د غړو هيوادونو په غونډه کي د اجندا لومړۍ موضوع وي:

«دا ښکاره خبره ده، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو کرار کرار وتل زموږ د خبرو اترو اصلي موضوع وي.»

د عمومي امنيت تړون غړو هيوادونو مشران
د عمومي امنيت تړون غړو هيوادونو مشرانانځور: picture-alliance/dpa

هغه په الماتا کي د انترفکس خبري اژانس د کنفرانسونو په تالار کي په يوه خبري غونډه کي وويل:«افغانستان ته د دغه تړون د سوله ييز ځواک لېږل په دغه هيواد کي په امنيتي وضعيت پوري اړه لري.»

د واليري سيميريکوف په خبره د عمومي امنيت تړون سازمان له غړو هيوادونو څخه د افغانستان په اړه يوه کاري ډله جوړه سوې ده:

«دغه ډله به په دقيق ډول په افغانستان کي د حالاتو پر وړاند ويني او د هغه له پاره د حل لارو پر پيدا کولو باندي کار کوي.»

هغه زياته کړه، چي موږ د افغانستان له پاره سر له اوسه پر يو لړ پلانونو باندي کار کوو، چي څرنگه کولای سو په دغه هيواد کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نشه يي موادو د کښت او قاچاق مخه ونيسو.

داسي ويل کيږي، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به هلته د نشه يي موادو کښت او قاچاق نور هم زور واخلي.

د عمومي امنيت تړون د ۱۹۹۲ کال د می د مياشتي پر ۱۵ نېټه د څو هيوادونو له خوا لاسلیک سو. په دغه تړون کي له ۶ څخه تر ۹ هيوادونو پوري غړيتوب لري.

په لومړي سره دغه تړون ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان ازبکستان او روسيې له خوا د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي لاسليک سو.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش